افغانستان

اوباما په نا څاپي سفر د باګرام پوځي اډې ته راورسيد

غربي رسني وايي، چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما په يو نا څاپي سفر د کابل په شمال کې د باګرام امريکايي اډې ته راورسيد.

د سپينې ماڼۍ چارواکي وايي، چې باراک اوباما د څو ساعتونو لپاره افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو سره د ليدو په موخه باګرام پوځي بيز ته رسيدلی دی او له دغه ځايه به بېرته واشنګټن ته ځي.
راپورونه زياتوي، چې اوباما به له افغان ولسمشر حامد کرزي سره له ليدو پرته د واشنګټن پر لور وخوځيږي.

ويل کيږي، چې د اوباما دا نا اعلان شوی سفر افغانستان کې د پاتې کيدونکو امريکا عسکرو د شمېر او دندو په اړه ځانګړی شوی دی.

 

په دې سفر کې به امريکايي ولسمشر خپلو پوځيانو او ناټو چارواکيو سره افغانستان کې د پاتې کيدونکو عسکرو دشمېر، مسؤوليتونو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان ته د بارک اوباما دا څلورم سفر دی، ولې له بيا ټاکل کيدو وروسته يې دا لومړی سفر دی.

پينټاګون اوباما ته د لس زرو امريکايي عسکرو وړانديز کړی، چې ۲۰۱۴ کال څخه وروسته افغانستان کې پاتې شي، ولې اوباما ټينګار کوي، چې افغانستان سره د امنيتي سند له لاسليکولو پرته به يو امريکايي عسکر هم په افغانستان کې پاتې نشي.

 امريکايي چارواکي وايي، چې اوباما ځکه کرزي سره له ليدو پرته واشنګټن ته ستنيږي، چې د دوی په قول کرزی يو “جنجالي سړی” دی او امريکا سره د امنيتي سند په لاسليکولو کې ناغيړي کوي.

کرزي ويلي، چې امريکا سره به دوه اړخيز امنيتي سند هغه مهال لاسليک کړي، چې امريکا ورسره دا ژمنه وکړي، چې د افغانانو پر کورونو به چاپې نه وهي، د افغانانو له وژلو به لاس اخلي او د سولې رښتينی بهير به پیلوي.

بل پلو د ولسمشرۍ د دوهم پړاو دواړو مخکښو نوماندو هر يو ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي په خپلو څرګندونو کې يې ويلي، چې امريکا سره به د ښو اړيکو په موخه واک ته له رسيدو سره سم به دوه اړخيز امنيتي سند لاسليک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x