شعـــــرونه

غزل / مفتون

مفتون

ډېوه که د اخلاص لرې بې ډاره به راځې
د شپې هیبتي غېږ نه تر سهاره به راځې

یوه دانه قسمت که دي هم وي د ژوند بازار کې
تر داره به دي یوسي خو له داره به راځې

زه داسي عاجزي لرم زما په سر سرمسته
که زر واره منکر شې بې اختیاره به راځې

څو وار راتګ نه پس به دي وار راشي د معافۍ
خو بیا هم په دې شرط چې څو څو واره به راځې

انکار کې مي کرار د نا کرار زړکي ویده دی
ای درده چې راځې نو له انکاره به راځې

په خپلو وینو سور لکه انار له کندهاره
طالبه د اسلام تر ننګرهاره به راځې

په ژوند به خیر دی زه درته درځم خو
پس له مرګه اشنا وکړه وعده چې تر مزاره به راځې

ملنګ د زمانې دی هیڅ توښه ورسره نسته
مفتون ته چې راځې د خدای د پاره به راځې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x