شپږ نيم متره پخه ډوډۍ مو ليدلې ده؟ ويډيو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د نیمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې د يوې نانوايي نانوایانو(نان پزانو) ستره ډوډۍ پخه کړې.

په ويډيو کې چې د نانوايي مخ ته د یو تن له لوري شوې درې ستري ډوډۍ ښکاري چې له جملې يې يوه خورا ستره ده.

دا چې یادي ډوډۍ د نانوايانو له لوري څه ډول پخې شوي نه دي په ډاګه شوي.

نانوای د یو تن د پوښتني په ځواب کې چې وايي دا ډوډۍ به څو متره وي ؟ وايي: پخه شوې ډوډۍ شپږ نيم متره ده.

د دريو ډوډۍ له جملې چې دوې يې په يوه اندازه دي قیمت يې ۱۴۰۰۰ تومن ياد شوي.

د شپږ نيم متره پخې ډوډۍ قیمت د نانوای له قوله ۳۴۰۰۰ ایراني تومن بلل شوي.

له ایران سره پر سرحد پرتو ولايتونو لکه نیمروز او نورو کې د افغانيو تر څنګ ایرانی تومن ډېر کاريږي.