نظــر

جاجو قوماندان ولي ووژل شو؟

نن دقندهار ښار کي دډبرو له پول سره نوموړی قوماندان عبدالودود چي په جاجوسره یې شهرت درلود او داتمې حوزې مشري یې پر غاړه درلوده او دعبدالرازق قوماندان ښی لاس بلل کیدی  د یوه تن فدایي مجاهد حبیب الرحمن له لوري چي دچاودیدونکو توکیو جوړ شوی واسکټ  یې په تن وو  ورباندي برید وشو  او دخپل شوم عمل په سزا ورسید.

باید یادونه وکړم چي دقندهار په ښار کي جاجو هغه قوماندان وو چي نه یې د چا د وژل پروا درلوده او نه یې هم دچا د بې عزتۍ،  ده په قندهار کي هغه څه وکړل چي قلم یې له لیکلو عاجز دی.

خو هغه څه چي دیادولو وړ دي هغه په لاندي ډول دي لکه لویو لارو پر سر غلاوې دخلکو دشخصي مالونو غصبول، کورونو ته لویدل او په ښار کي دننه له خلکوسره زیاتی کول او د لارې مسافر شکنجه کول او دعزت منو خلکو سپکاوی وو. دده په  اړه وروسته له هغې د خلکو غوسې او توند عکس العملونه را پورته شول، چې  له یوې پيغلې شاعرې-مینه انتظار- سره یې د بد او ناوړه چلند په باب په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خبرونه او لیکنې خپرې شوې.

دده ناوړه چلند او بد اخلاقو له امله د ډېرو خلکو د کرکې وړ ګرځېدلی او سخت ترې په تنګ شوي وو.

نو داسلامي امارت مجاهدینو ورپسي له ډیرې مودې را پدیخوا کوښښ کاوو چي ورباندي برید وکړي، خو الحمدلله چي نن یې هغه ورسپارل شوی مسئولیت په پوره توګه ادا کړ او موفق شول چي د(خیبر ) دتندریزو عملیاتو په لړ کي یې  له پښو را وغورزاو و او دقندهار مؤمن او مظلوم اولس یې دده له شر نه خلاص کړ.

قاري محمد یوسف احمدي
د اسلامي امارت ویاند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x