fbpx

پسرلی: د تورخم لاره یوازې د افغان سوداګرو پر مخ تړل شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د سوداګرۍ خونه وايي، پاکستان له تېرې یوې میاشتې راهیسې د تورخم لاره تړلې ده او د افغان سوداګرو موټرو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې له تورخم تېرې شي.

د دې خونې ویاند صیام الدین پسرلی وايي، پاکستاني موټر په ازادانه ډول افغانستان ته رادننه کېږي؛ خو د افغان سوداګرو موټرو ته اجازه نه ورکول کېږي.

د پسرلي په خبره، له تېرې یوې میاشتې راهیسې پاکستان د افغان سوداګرو د انارو، مڼو او پر مالوچو بار موټرو ته اجازه نه ورکوي او د ګرنټي کارټ غوښتنه ترې کوي؛ خو افغان سوداګر ګرنټي کارټ نه لري او موټرې یې په تورخم کې بې سرنوشته ولاړې دي.

نوموړي له افغان حکومت نه غوښتنه وکړه، چې له پاکستاني سوداګرو سره هم ورته عمل وکړي او د پاکستاني موټرو پرمخ دې هم د تورخم لاره وتړي.

د سوداګرۍ خونه وايي، د تورخم د تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی او ډېرې تازه مېوې خرابه شوي او ځینې موټرې بېرته راګرځول شوي هم دي.

له دې وړاندې د سوداګرۍ خونې ویلي وو، چې له پاکستان سره د خبرو اترو له لارې د دغه ستونزې پر حل خبرې کوي؛ خو د یوې میاشتې په تېرېدو بیا هم د افغان سوداګرو ستونزه حل شوې نه ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د تېرو کلونو په پرتله کمه شوې ده او دواړه لوري ډېر کم سوداګریز توکي سره تبادله کوي.

د چهاه بهار بندر له پرانیستو وروسته افغانستان اوس مهال ډېر سوداګریز توکي له هندوستان او ایران واردوي او تازه او وچه مېوه د هوا لارې هندوستان ته صادروي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د