افغانستان

اېکانومېسټ: افغانستان د نړۍ ۱۹ استبدادي هېواد دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): اېکانومېسټ مجلې په خپله کلنۍ ارزونه کې افغانستان د نړۍ نولسم استبدادي هېواد بللی دی.

یادې مجلې«د بیان ازادي، تر بریدونو لاندې» په نوم خپور شوي لېست کې افغانستان ته د ازادۍ له پلوه له لسو یوازې ۲.۵۵ نومرې ورکړې او افغانستان د شمالي کوریا، ایران او سوریې په څېر د استبدادي هېوادونو په نوملړ کې راغلی دی.

اېکانومېسټ مجلې دغه کلنۍ ارزونه د نړۍ په ۱۶۵ هېوادونو کې ترسره کړې او د ۲۰۱۷ کال ارزونه کې یې بېلابېلې هېوادونو ته نومرې ورکړي دي.

دې مجلې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ټاکنیز بهیرونه، د حکومتونو کارنده توب، مدني ازادي، سیاسي مشارکت او سیاسي کلتور څېړلی، چې ناروې، ایسلنډ او سویډن ته لومړی، دویم او درېیم ځایونه ورکړي؛ خو سوریه او شمالي کوریا یې د نړۍ تر ټولو مستبد هېوادونه یاد کړي دي.

اېکانومېسټ په کلني راپور کې افغانستان ته د ټاکنیزو پروسو له پلوه له لسو۲.۵، د حکومت د کارنده توب له پلوه، ۱.۱۴، د سیاسي کلتور له پلوه، ۲.۵، د سیاسي مشارکت له پلوه، ۲.۸۷ او د سیاسي ازادیو له پلوه ۳.۸۲ نومرې ورکړل شوې دي.

د رسنیو له پلوه اېکانومېسټ مجلې افغانستان د نړۍ ۷۱م هېواد یاد کړی، چې د رسنیو لپاره د یوه شدید غیر ازاد هېواد په توګه معرفي شوی دی.

د دې مجلې په باور، د ملي یووالي حکومت په راتګ افغانستان د مستبدو هېوادنو په کتار کې هم راغلی او د بیان ازادي پکې ورځ تر بلې د کمېدو سره مخ ده.

افغان حکومت تل وايي، چې د رسنیو او خبریالانو ته یې اسانتاوې برابرې کړي؛ خو ورځ تر بلې په افغانستان کې د بیان ازادي زندۍ کېږي.

د ملي یووالي حکومت په راتګ له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۶۲۰ پېښې ثبت شوي، چې د کرزي په ۱۳ کلنه دوره کې ټولې پېښې ۶۱۰ ته رسېدې.

له تېرو دوو کلونو راهیسې افغان حکومت په اڼترېټي بروزرو کې هغه رسنۍ هم بندې کړې، چې د حکومت په ګټه کار نه کوي او یا په حکومت کې د شته فسادونو څخه پرده پورته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x