
کوټه: وسله وال بريد کې د مليشه ځواک څلور سرتيري وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستان بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې د دغې هېواد پر مليشه ځواک بريد شوی چې له کبله يې څلور عسکر وژل شوي دي.
د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه رسنيو ته ويلي، بريد نن سهار د کوټې په سرياب روډ د نا معلومه وسله والو له خوا ترسره شوی دی.
نوموړی وايي، په دغې بريد کې د مليشه ځواک څلور سرتيري وژل شوي او زياتوي چې دا د هدفي وژنو لړۍ ده چې له تېرې څه مودې راهيسې روانه ده.
د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، بريد کوونکي له سيمې څخه تښتېدلي خو پوليسو او نورو امنيتي ادارو له خوا په سيمه کې د هغوی د پلټنې عمليات روان دي.
د تيرې جنورۍ مياشتې په لومړيو کې هم د کوټې په کچلاک سيمه کې د پاکستان په مليشه ځواک عسکرو سرتيري بريد کې لس پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
له يادې پېښې وروسته هم په کوټه کې د مليشه ځواک پر سرتيرو چاودنې او بريدونه شوي چې هغوی ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کوټې سرياب روډ د ښار تر ټولو حساسه سيمه ګڼل کېږي چې وخت ناوخت پکې د وسله والو له لوري سرتيري او وسله وال بريدونه هم کېږي.
ډېر کله په پاکستاني پوځيانو د بريدونو او چاودنو مسئوليت د تحريک طالبان پاکستان ډله مني، خو د نني بريد مسئوليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.