افغانستان

طالبانو په بدخشان کې ۲۳ نېول شوي پولیس په ضمانت خوشي کړل

نن ټکی آسیا: طالبانو د یوې خبرپاڼې له لارې اعلان وکړ، چې د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې یې د تېرې اونۍ په وروستیو کې د ۲۷ تنو نیول شویو عسکرو له ډلې ۲۳ تنه بېرته په ضمانت خوشي کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ۲۳ تنو پولیسو خوشي کېدنه مني او زیاتوي چې دا اقدام دې يې د قومي مخورو په منځګړیتوب او د اسلامي امارت د زړه سواند دريځ د یوې بېلګي په توګه اخیستی دی.

د ښاغلي مجاهد په خبره : «په ضمانتونو کې ژمنه  شوي چې دغه ۲۳ تنه پولیس به خپل عادي ژوند ته ګرځي، بیا به د کابل په مزدوره اداره کې کار نه کوي او له یرغلګرو او دهغو له مزدورانو سره به هيڅ ډول تماسونه، نه پالي.»  

طالبانو د پاتو دریو کسانو د برخلیک په اړه ، چې د حکومت سیمه یېز چارواکي او امنیتي مسؤلین دي، څرګنده کړې، چې د هغوی قضیې یې خپلو محاکمې ته راجع کړې دي او د هغوی تر پریکړو پورې به منتظر اوسي..

نوموړي د خبرپاڼې په پای کې د خپل دغه اقدام په اړه کښلي ، چې  : «د اسلامي امارت لخوا د دښمن له اسیرانو سره په لنډه زمانه کې دغه راز انساني چلند په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د دښمن لخوا په زندانونوکې د سیاسي بندیانو په ځورولو او شکنجه کولوباندې عام پیل شوی، د کندهار او هرات په ولایاتو کې سیاسي بندیان په منظم شکل تر شکنجو او ځورونو لاندې دي، وحشي چلند ورسره کيږ او حقوقوته يې هیڅ درناوی نه کيږي، دبندیانو د شکنجو په اړه تراوسه د بشرحقوقو ټیکدارانو هم خوله پټه نیولې ده.» 

د یادونې وړ ده ، چې د طالبانو له لورې د خیبر د پسرلنیو عملیاتو له اعلان سره جوخت د هېواد په شمال ، ختیځ، جنوب او لویدیځ کې خونړیو بریدونو او ډله یېزو حملو زور نېولی.

طالبانو که له یوې خوا په شمال کې د بدخشان یمګان ولسوالۍ له سقوط سره مخ کړې؛ بل خوا نن د زابل چارواکو هم اعتراف وکړ، چې د دغه ولایت څلور ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي او په مسلسله توګه د طالبانو تر بریدونو لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x