افغانستان

ارګ يو ویاند له دندې شړلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): ارګ وايي د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد يې له دندې ګوښه کړی دی.

سرچینې د نوموړي د ګوښه کېدو علت پرلپسې غیر حاضرۍ ښوودلې ده.

خو نوموړی همدا شېبه چې له رسنیو سره لا هم خبرې کوي، وايي چې یو دېرش ورځې وړاندې يې خپله استعفا ولسمشر ته سپارلې وه.

هغه وايي ارګ ته د ارګ په خوښه تللی و، خو هلته نا انصافیو او د ده په خبره د «لستوڼي مارانو» له دندې ستړی کړ.

نجیب الله ازاد د روان کال په ثور میاشت کې پر دې دنده وګومارل شو.

د نوموړي د مقررۍ پر وخت ارګ ويلي و، چې هغه يې د ارشد سلاکار پر وړاندیز په فوق رتبه بست کې د ویاند د مرستیال په توګه ټاکلی.

نوموړی په انګلیسي او مدیریت کې د ماسټرۍ ا سناد لري او په اوردو ژبه هم پو هېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x