افغانستان

مسیر: کابل کې ګڼې جنايي پېښې د پولیسو په ملاتړ کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پلازمېنه کابل کې د امنیتي پېښو تر څنګ جنايي جرمونو هم عامه وېره خپره کړې ده.

له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه مسیر په تازه ګڼه کې په همدې اړه تبصره کوي او د خلکو په حواله يې لیکلي چې د امنیتي ځواکونو له همکارۍ پرته دا پېښې امکان نه لري.

د سرچينې په وینا په ښار کې له ماښام وروسته نږدې په هره کوڅه کې غله ولاړ وي او له خلکو موبایلونو او پیسې په زور وړي.

د ورځپاڼې په قول خلکو ورته ویلي چې دغو غلو او جنایتکارانو ته پولیس په لوی لاس زمینه برابروي.

«خلک ادعا کوي چې په ځینو سیمو کې غله له پولیس چارواکو سره تړلي دي، چې نه یوازې د جرمونو مخه یې نه نیسي، بلکې زمینه ورته برابروي او د ستونزو په وخت کې ورسره مرسته کوي.»

وړاندې تر دې د کورنیو چارو وزارت هم منلې وه، چې د دې وزارت تر چتر لاندې امنیتي ځواکونو کې پراخ فساد شته، چې پر وړاندې يې مبارزه پیل کړې ده.

د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې یوازې په تېره اوونۍ کې د غلا او لوټ پېښو تر څنګ د قتل پېښې هم رامنځته شوې، چې ولس يې پر حکومت لا بې باوره کړ.

د ورځپاڼې په وینا که امنیتي مسوولین د لویو امنیتي پېښو ګوته پردیو استخباراتو ته نیسي د ښار په منځ کې د عادي وګړو د لوټلو مسوول څوک دي؟

ورځپانه د ستونزې د حل په توګه وړاندیز کوي « په هغو سیمو کې چې جنايي جرمونه پکې کېږي، باید پولیس چارواکي یې وپوښتل شي او د غفلت یا په جرم کې د شراکت پر مهال باید ورته درنه سزا ورکړل شي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x