نظــر

د کندهار چارواکي باید د جاجو له هلاکته عبرت واخلي!

بسم الله الرحمن الرحيم
په قرانکريم کي چي  لوي رب جل جلاله د سرکښو قومونو او ظالمانو د هلاکت واقعه ذکر کړي ورپسې نورو انسانانو ته د عبرت اخيستلو امر کوي او ددوي د هلاکت د واقعي يو مهم اړخ هم ددغو کسانو د بدو اعمالو تر ذکر کولو وروسته د هغوي انجام او پند ورڅخه اخيستل وي .

عبد الودود سرحدي جاجو چي په کندهار ښار کي ظاهراً د اتمي حوزې آمر وو پر دغه دنده له ټاکل کېدو وروسته يې پر کندهار ښاريانو سربېره د نږدې ولسواليو پر مظلوم اولس داسي ظلمونه وکړل چي د خلکو به هيڅکله هېر نسي ، ده پر خپل سر خلک بنديانول او بيا يي په خپله خوښه ورته سزا ټاکل ، څوک به يې په ډېر ظلم او وحشت شهيدان کړل او څوک به يې داسي ووهل چي عمري به عيبيان سول ،  د شهادت او وهلو سربېره به لا دا هم وه چي د شهيدانو دوستان به د خپلو شهيدانو له اجسادو هم محروم وه او وهل شويو کسانو ته به اخطار ورکول کېدی چي که مو خبره رسوا کړل بېله مرګه مو بيا بله سزا نسته .

د جاجو د ظلمونو کيسې اوس دومره مشهوري دي چي زما په فکر دلته به يې ذکر کول يوازاي ليکنه را اوږده کړي ، اوس سوال دادی چي جاجو ولي دومره ظالم انسان جوړ سويوو ؟ دی په کوم شي دومره غره وو چي هر څه يې زړه غوښتل هغه يې کول  ؟ دی په څه شي دومره مطمئن وو ؟

د پورته سوالونو جواب کيداسي دا وي چي جاجو به فکر کاوه چي زه د رازق مهم  او اعتباري انډيوال او قوماندان يم ، رازق ته چي امريکايانو او کرزي د هر ډول کارونو پراخ اختيار ورکړی همداسي رازق ماته هم عام او تام اختيار راکړیدی ، که زه د رازق په شان هرڅوک بې پوښتني بنديان او يا ووژنم د پوښتنی سړی نسته ، رازق په خپلو خاصو مجالسو کي خپلو اعتمادي کسانو ته ويلي چي که زه هر وخت نه وم زما پر ځاي به جاجو وي ، جاجو به دا فکر هم کړيوي چي شپه او ورځ مسلح پيره داران ، ضد مرمۍ موټر او محفوظ تګ او راتګ داسي اسباب دي چي هيڅکله به څوک زما د وژلو لپاره زړه ښه نه کړي ، ما له خپل دښمن سره په سخت کردار هغوي دومره ویرولي چي زما خواته کاږه هم نسي کتلای او دوستان مي بيا پدې عمل سخت خواخوږي او خوشحاله کړيدي ، له دې پرته به يې کيداي نور فکرونه هم وهلي وه …

خو انسان ته لږ سوچ او فکر پکار دی ، آيا دده او رازق سختي انډيوالۍ دی له مرګه وساته ؟ آيا دده مغرورۍ ، پر ځان باور او تکړه ملګرو دی له مرګه وژغوره  ؟ آيا دده سختو ظلمونو طالبان له خپلي ارادې واړول  ؟ او له ده څخه د غچ اخيستلو او دده له وژلو يې وګرځول ؟  نه ! هيڅکله نه !!!

په کندهار کي د جاجو په شان نور  ظالم چارواکي هم سته چي د جاجو وژنه هغوی ته يوه ګټوره او له عبرته ډکه واقعه کېدلای سي او هغوی ته دا ور په زړه کوي چي که مو له خپلو ظلمونو او وحشت څخه لاس وانخيست تاسو به هم د جاجو په انجام اخته سئ ، هسي خو ډېر پوليس او نور عسکر سته چي د وژلو لايق دي خو طالبان يې ددې وړ نه بولي چي د استشهاديانو په شان خپل مهم ملګري يي په له مينځه وړلو وګماري مګر که يې د جاجو په شان ظلم او وحشت اوج ته ورسېد بيا که په هر قيمت وي له وژلو يې درېغ نه کوي او وخت هم دا ثابته کړې چي څوک د طالب تر هدف لاندي راغلی چندان ندی خلاص سوی .

قاري محمد يونس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x