امنیت شورا د حنیف اتمر او طالبانو د خبرو په تړاو خپور شوی راپور ناسم بللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امنیت شورا دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې د حنیف اتمر او د طالبانو د تماس په اړه راپور ناسم وباله.

اسوشیټیډ پریس په یوه راپور کې ویلي و، چې د ملي امینت رییس معصوم ستانکزی او د امنیت شورا مشر حنیف اتمر په داسې حال کې چې پر یو بل حال نه لري له طالبانو سره په تماس کې دي.

د سرچينې په وینا دوی د سولې اړوند ځينې خبرې پر مخ وړې دي، خو د امنیت شورا دفتر دا راپور ناسم بولي.

له دې دفتره خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې اتمر له هغه چا سره چې وسله پر ځمکه ږدي، د خبرو طرفدار دی، خو د سولې په برخه کې ټولې هڅې باید د سولې شورا په مشرۍ وشي.

د خبرپاڼې له مخې اتمر باور لري چې د سولې لپاره د سولې شورا په نوم دولتي بنسټ یوازینی ادرس دی، چې په دې برخه کې فعالیت کوي.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې هم د افغان ملي امنیت او امنیت شورا د ځينو غړو د اړیکو خبر ورکړل شوی و.

طالبان د جګړې په څنګ کې د سیاسي تفاهم لپاره په قطر کې خپل دفتر یوازینی ادرس بولي او پرلپسې يې ټينګار کړی چې تر څو د بهرنیانو د وتلو لپاره مهال ویش په ضمانتي ډول جوړ شوی نه وي، د سولې لپاره خبرې بې ګټې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د