
امریکا: پاکستان دې د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو په نړيوال ليست کې شامل شي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): امريکا او ائتلافيان يې هڅه کوي، چې پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو په نوملړ کې شامل کړي.
د امریکا متحده ايالتونه او د هغې اروپايي متحدين وايي، چې پاکستان بايد د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو په نوملړ کې شامل شي.
رویټرز خبري اژانس د پاکستان د اقتصاد سرپرست وزیر اسماعيل مفتاح له خولې ليکلي چې دوی خبر شوي، امریکا او ځينې اروپايي هېوادونه هڅه کوي ترڅو پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو د څار په نوملړ کې شامل کړي، خو دوی خپلې هڅې پيل کړي، چې د دغې پرېکړې مخنيوی وکړي او وايي، چې دا ډول بنديزونه يې د هېواد اقتصاد ته په زيان دي.
امریکا ادعا کوي، چې پاکستان د طالبانو په ګډون د نورو امریکا مخالفو ډلو مالي ملاتړ کوي او په مخنيوي کې يې پاتې راغلي او له همدې امله واشنګټن پر اسلام اباد دوه ميليارده مالي مرستې هم بندې کړي دي.
مفتاح اسماعيل ويلي، چې لومړی امریکا او برتانيا د پاکستان پر ضد د دغه ګام اخيستو پرېکړه کړې وه، خو وروسته فرانسې او جرمني هم د دې ګام ملاتړ کړی دی.
پاکستاني رسنۍ او رويټرز خبري اژانس وايي، چې له ۲۰۱۲- تر ۲۰۱۵ پورې پاکستان د مالي ګام د عملياتي ځواک د غړو هېوادونو تر څار لاندې و او څو ځله يې پاکستان ته خبرداری هم ورکړی، چې وسله والو ډلو ته د پيسو د لېږد مخنیوی وکړي او که يې دا کار ونه کړ، د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو په نوملړ کې به شامل شي.
رویټرز خبري اژانس د ماليې سرپرست وزير مفتاح اسماعيل او نورو اقتصاد پوهانو له خوې ليکلي، که پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو په نوملړ کې شامل شي، دغه هېواد ته ډېر مالي زيان ورسيږي او پاکستاني پانګوال شرکتونه او سوداګريز مارکيټونه به له سختو مالي ننګونو سره مخ شي.
امریکا له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستان د وسله والو ډلو په ملاتړ تورنوي، د روان کال په پيل کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و، چې پاکستان د ترهګرو مالي ملاتړ کوونکی هېواد دی، په خپله خاوره د طالبانو مشرانو او د امریکا نورو مخالفينو ته خوندي ځايونه ورکوي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او زياتوي، چې امريکا په افغانستان کې د خپلې شپاړلس کلنې جګړې د ماتې پړه پر پاکستان اچول غواړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر خواجه اصف ويلي، چې هېواد يې په افغانستان کې د امریکا د ناکامې جګړې بيعه پرې کوي او تور يې پورې کړی، چې امریکا غواړي د خپلې ناکامۍ پړه پر نورو واچوي، چې موخه يې پاکستان ده.
یاره دی لعنتی امریکا هم عجیبه لوبه شروع کړی ده غل ته وایی غلا وکړی او د کور څیښتن ته وایی پام دی ساته زما په نظر ترهغی څه امریکا لعنتی زمونږ هیواد نه وتلی نه یی هیڅ د سولی او آرامی هیله باید څوک ونلری ټول فساد په همدی امریکا کی ده اوبس.