د امت لويان

عمر بن عبد العزیز خپل قاتل وباښه

له عمر بن عبد العزيز رحمه الله نه د خپلې کورنۍ (بنو امیه) غړي ډیر په تنګ شول، ځکه هغوی د خپلو پخوانیو واکمنو په وخت کې د خلکو زیاتې شتمنۍ او جایدادونه غصب کړي وو او عمر هغه ټول ورنه واخیستل او خلکو ته یې بیرته ور کړل، د بنو امیه کورني پریکړه وکړه چې خامخا باید عمر له مخي لري کړي.

بنو امیه و یوه غلام ته زر ديناره ومنل چې ته به عمر ته په خوړو کې زهر ورکوې او له هغه وروسته به ازاد وې او هغه یې تهديد کړ چې که دا کار ونکړي وژني یې، هغه بد مرغه دا کار وکړ او عمر ته یې زهر ور کړل، هغه چې زهرجن خواړه وخوړل په ځان پوه شو او غلام یې را وغوښت چې ولي دي دا کار وکړ هغه ورته وویل: ځکه ماته زر ديناره او د ازادي وعده راکړل شوې ده، عمر زر ديناره ورنه واخیستل بیت المال ته یې ولیږل او دی یې ازاد کړ او ورته ویې ویل چې ځه ما بښلی یې خو له دې ځایه ځان ورک کړه.

د خپل پلار، ورور او … قاتل بښل اسانه خبره نده، ګوتشمیر خلک به پیدا کیږي چې د اخرت ثواب به غوره کوي او د خپل قریب قاتل ته به بښنه کوي، او د خپل ځان قاتل په داسي حالت کې بښل چې د هغه اعدامول هم ورته اسانه وي بیخي عجیب او د اخرت د خلکو کار ده، د اخرت خلکو خپل نفس او د زړه غوښتنې وژلي وي په کوم شي کې چې د اخرت ګټه وي هغه کوي او په دې کې شک نشته چې پنځم راشد خلیفه عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د اخرت سړی و، الله دي له ده راضي شي او الله دي اخرت زموږ لویه موخه وګرځوي.

لیکوال: حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x