روغتیا

د لاچي «هیل» ځینې ګټې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): لاچي یو طبیعتي بوټی دی، چې د یو شمېر ګټو ترڅنګ خوندور بوی او ښه خوند هم لري، د ګټو، خوند او بوی لپاره په خوراک او څښاک کې استعمالیږي، په ځانګړي ډول هغه خواړه چې خواږه وي، لکه کیر، فیریني او داسې نور….

د بې شمېره ګټو څخه یې یو څو ستاسې مخې ته ږدو:
۱- لاچي د زکام او ټوخي مخنیوي او ښه کولو کې مرسته کوي.

۲- د هاضمې سیستم پیاوړی کوي، لاچي په عام ډول همداسې نه خوړل کیږي، خو د هاضمې پیاوړلو لپاره یې یو دانه خولې ته اچول ښه دي، او همدا ډول په چای یا خوراک کې یې استعمال هم د هاضمې سیستم پیاوړی کوي.

۳- د خولې او تنفس پر وخت راوتی بوي له منځه وړي، هغه کسان چې د خولې بدبویۍ ناروغي لري، د لاچي دانه دې خولې ته اچوي، په دې سره یې د خولې بدبویي له منځه ځي.

۴- لاچي په وزن کمولو او یا هم په وزن نورمال ساتلو کې مرسته کوي.

۵- د ویني لوړ فشار کچه کموي. فشار دوه برخې لري، ټیټ او لوړ، د ټیټوالي په حالت کې لاچي استعمال کړئ فشار کچه مو نورمال کوي.

۶- د وینې ګردش او جریان ښه کوي. همدا ډول د لاچي له ګټو څخه یې د وینې جریان او ګردش ښه کوي دي، چې د وینې په پاکوالي کې هم مرسته کوي.

۷- د غاښ درد کموي، یوه دانه لاچي راواخلئ او کوم غاښ مو چې درد کوي په هاغه ځای کې یې کلک ونیسئ، درد به مو ارام شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x