بدیع: د رایه ورکوونکو نوملړ برابرول او د تذکرو وېش ۲۹ میلیونه ډالر لګښت لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر وايي د راتلونکو ټاکنو لپاره د رایه ورکوونو د لیستونو پر برابرولو او د شاوخوا لس میلیونه کاغذي تذکرو د وېش لپاره به ۲۹ میلیونه ډالره مصرف شي.

ګلاجان بدیع چې نن په کابل کې يوې خبرې ناستې ته خبرې کولې وویل، د رایه ورکوونکو د نوم ثبتونې کتابونه يې په دوبۍ کې چاپ کړي او ډېر ژر به راورسېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیالې وسیمې بادغېسۍ وویل چې د نوملړ د برابرولو لپاره به ۳۲ زره نور مامورين پر دنده وګماري.

په دې غونډه کې د نفوسو د احوالو د ثبتوو عمومي مشر همایون محتاط وویل چې په ورځ کې له ۳۰ تر ۴۰ زرو تذکرې وېشي.

هغه وویل په ټول هېواد کې ۴۲۲ فعال مرکزونه لري، چې د ټاکنو لپاره د شاوخوا لس میلیونو تذکرو د وېش لپاره به پکې ۴۹۰۰ کارکوونکي نور هم وګماري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او مسوولین په داسې حال کې د راتلونکو ټاکنو په اړه دغه څرګندونې کوي، چې ځينو سرچينو راتلونکې پارلماني او له هغه وروسته ولسمشریزې ټاکنې نه کېدونکې بللې دي.

له کابله خپرېدونکې مسیر ورځپاڼې، تېره اوونۍ په یوه ګڼه کې له دې رازه پرده پورته کړه، چې امریکایان د قیادي شورا په نوم د یوې شورا له جوړولو وروسته د همدې شورا پر مټ روان حکومت ته له ټاکنو پرته پنځه کاله نور وخت ورکوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

کچیری دا ۲۹ملیون ډالر بیا په انتخاباتو مصرف شی نو د افغانستان په څیر کرغیړن او مفسد دولت به د نړی په سطح بل نوی ځکه چی دی هیواد کی ټاکنی هیڅ معنی نلری د ۲۹ ملیون ډالر مصرفول په ټاکنو باندی دا معنی لری چی لکه دا ۲۹ملیون ډالره واخلی او سیپتیک څاه کی یی خطاکړی که دولس غم درسره نشته لګ د خدای نه وډارشی ولی دونه ظلم روان دی ولی دا ملی سرمایه حیف و میل کوی زما په نظر دا دټاکنو کمیسیون او پارلمان هیڅ زمونږ د ولس او هیواد په ګټه ندی دا دواړه باید… نور لوستل »

محمود
میلمه
محمود

فهیم وروره دا انتخاباتو په اړه ستاسو نظر بلکل سم دی ، هیڅ مانا نه لری چی دومره پیسی باندی مصرف سی خو دا ملي سرمایه نه ده، بلکی دا لګښتونه به دوی له نړیوالو را ټولوی، نو ښه دی چی د هغو څخه خو را ووزي او په افغانستان کی مصرف سی که هسی په یو ډرامه هم وی.
رشتیا دا اټکل شوی لګښت به د انتخاباتو نه وی بلکی د انتخاباتو لپاره د تیاریو وی ، انتخابات خو به تر دې ډیر زیات مصرف ولری

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

محمود صاحب ، حیرانوونکی ارزونه لری وایی د تاکنو په اړه یی نظر سم دی یعنی ټاکنو پاندی لګښت بی ګټی یعنی درغلنی ټاکنی او هغه درغلنی رایوی هم اخره کی خکندازو ته لویږی یعنی امریکا خبلو او زمونږ هیوادوالو ته زمونږ د غلامی ثبوب پیش کوی له ټاکنو وروسته یو جان کیری راځی او څوک چه یی خوښه وی هغه مقرروی ټاکنی خو خیر د خبل دمورکراتیک قانون درنښت هم نه کوی یعنی قانون د پښو لاندی یو ارګ ته دوه ریسان ټاکی . چه د ټاکنو په اړه یی دغه لګشتونه ناسمه ګڼی نو د تذکرو په اړه… نور لوستل »