تخار کې سلګونه کسانو د یوه ځايي زورواکي پر ضد لاریون کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ سلګونه کسانو د یوه ځايي زورواکي پر وړاندې لاریون کړی او د تخار د ولایت مقام مخ کې یې د اعتراض په ډول کېږدۍ وهلي دي.

اعتراض کوونکي وايي، د بشیر قانت په نامه یو زورواکی یې سیمې ته ورغلی او د ځايي خلکو په ځورولو یې لاس پورې کړی.

دوی وايي، تر هغه وخته به د ولایت مقام له مخې خپلې کېږدۍ ټولې نه کړي، څو چې دغه زورواکي ته سزا نه وي ورکړل شوې او له چاه اب ولسوالۍ نه رایستل شوی نه وي.

اعتراض کوونکو ځايي چارواکي پر بې عدالتۍ او توطیو تورن کړي، چې د خپلو زورواکانو پر مټ عام خلک لوټي او ان سیمې پرېښودو ته یې اړ کوي.

د دوی په خبره، له بشیر قانت سره خپل وسله وال دي او د چاه اب ولسوالۍ پر خلکو یې رڼا ورځ توره شپه کړې ده.

اعتراض کوونکي وايي، چې د بشیر قانت وسله والو د یوې کورنۍ دوه غړي ووژل او وژونکي یې تراوسه ژوندي ګرځي.

د تخار والي فضل الله مجددي هم مني، چې د چاه اب ولسوالۍ پر ځايي خلکو د بشیر قانت نامسووله وسله والو د ژوند کړۍ تنګه کړې؛ خو د دوی پر وړاندې یې اقدام د امنیتي ځواکونو کار وباله.

د هېواد په ډېرو سیمو کې ځايي زورواکي د ځمکو په غصب، انسان تښتونې، د مخدره توکو په قاچاق او نورو جرمونو ککړ دي؛ خو امنیتي ادارې یې تل پر وړاندې غلې پاتې کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د