روغتیا

ښه خوب او زیاتې اوبه څکل د مخ غونجوالی ورکوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د عمر زیاتېدو سره د مخ غونجوالی په طبیعي ډول زیاتيږي، خو په ځینو داسې کسانو کې چې د وخت وړاندې يې مخ غونجوالی راپیدا کړي یو ستونزه بلل کیږي، د مخنیوي لپاره یې ډيری خلک مختلف کریمونه او درمل استعمالوي، په ځانګړي ډول ښځې بیا په داسې معاملو کې ډيرې حساسې وي.

په دې وروستیو کې د جرمني یوه مشهور ژورنال «ټيسټ» راغلی راپور څرګندوي چې هره ورځ په سمه او پوره توګه خوب کول، او روزانه لږ تر لږه یو نیم لیتر اوبه څکل د مخ غونجوالی له منځه وړي او یا هم مخ له اندازې زیات غونجوالي ته نه پریږدي.

له هغو کسانو چې د مخ غونجوالي ختمولو لپاره یې مختلف کریمونه استعمالول د څیړنې ازموینه ترسره شوه، په دې ازموینه کې د ۲۷۰ ښځو څخه څیړنه ترسره شوه چې د ۴ اوونیو لپاره یې هغه کریمونه د سهار او ماښام لخوا استعمال کړل کوم چې په عام ډول دوی د مخ غونجوالي د مخنیوي لپاره استعمالول، خو له ۴ اوونیو وروسته پایلې څرګندې شوې چې دغه کریمونو د مخ غونجوالي په کمولو او یا له منځه وړلو کې هیڅ کوم اغیز نه دی کړی.

د مخ د غونجوالي په ختمولو کې صحي خواړه مهم رول لوبوي، ځکه چې د ويټامینونو او معدنیاتو نه ډک خواړه لکه میوې او سبزیجات د مخ د غونجوالي په مخنیوي کې مرسته کوي، د متخصصینو په وینا ښه خواړه او زیاتې اوبه څکل یوازې د صحتمند پاتې کېدلو لپاره نه بلکې د مخ او بدن ښکلا لپاره د ژوند اصلي اصول دي، او باید هر کس پر دغو کړنو عمل وکړي.

همدا ډول د پوستکي متخصصین وایي چې د مخ د نرمښت او ښکلا لپاره د شاتو او تور چای (چې دواړه اصلي وي) خوړل او همدا ډول پر مخ وهل هم ډیر ګټور دي.

له بل اړخه هغه شیان چې د مخ غونجوالي د راپیدا کېدلو لامل جوړیږي، د مالګې زیات استعمال، سګریټ یا بله نشه کول، او د لمر تیزو وړانګو ترمخ ګرځېدل او داسې نور ښودل شوې دي، چې هم ورسره د مخ غونجوالی له اندازې زیاتیږي او هم د مخ رونق له منځه وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x