
اوباما په بګرام کې – انځورونه
نن ورځ د امریکا ولس مشر باراک اوباما د بګرام هوايي اډې ته را ورسید، نوموړي دلته د میشتو عسکرو سره ولیدل، او پرته له دې چې د افغاني چارواکو یا ولس مشر حامد کرزي سره وویني، بیرته خپل هیواد ته ستون شو.
نومړي امریکايي فوځیانو ته په خپل وینا کې وویل چې زه دلته د یوه هدف لپاره راغلی یم، او هغه هدف دادی چي ستاسو څخه مننه وکړم، نوموړي وویل چې ډېر ژر به فیصله وکړي چې د کال ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې څومره عسکر پریږدي. او زیاته یې کړه چې د کومو لاسته راوړنو لپاره چې مونږ دلته افغانستان کې قربانۍ ورکړي، د هغو حفاظت به کوو.
اوباما د افغانستان په خاوره څلور ساعته وخت تېر کړ، او پرته د افغاني چارواکو د لیدو بیرته خپل هیواد ته ستون شو.
لاندي انځورونه نن ورځ په بګرام کې اخیستل شوي: