نړۍ

د امریکا پخوانی پوځي افسر: په افغان جګړه کې له ناکامي پرته هېڅ نشو تر لاسه کولی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): امریکايي رسنۍ له تېر يوه کال راهيسې وخت پر وخت افغانستان ته د نورو پوځيانو د رالېږلو په اړه په خپلو خپرونو او مطالبو کې د دغو پوځيانو له لېږلو او له روانې جګړې سره مخالفت ښيي.

د امریکا «دي هيل » ورځپاڼې هم په خپله تازه ګڼه کې په عراق اوافغانستان کې د امريکايي پوځيانو د يوه مشر قومندان ډنني سجريسن مقاله خپره کړې ده.

په دغه مقاله کې راغلي چې اوسمهال په افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې څوارلس زره امريکايي پوځيان پراته دي او طالبان د کابل په تر ټولو خوندي ځايونو کې هم بريدونه او چاودنې کوي.

ليکوال وايي، چې د امريکايي پوځيانو د شپاړس کلن شتون، بمباريو او عملياتو پر مهال په افغانستان کې تاوتريخوالی روان دی، امریکايي پوځيان تر اوسه په افغانستان کې د امنيتي ګواښونو په له منځه وړلو او مخنيوي نه دي توانېدلي، بلکې د طالبانو غورځنګ نور هم د پرمختګ په حال کې دي.

په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځيانو دغه پخواني قومندان ډنني سجريسن وايي: «زه په دې نه يم حیران، چې زموږ عسکر په دې نه ګټونکې صليبي جګړې کې اخته دي او په کندهار کې زما زرګونه پوځيان د اوباما د واکمنۍپرمهال په جګړه کې بوخت وو.»

«د سولې خبرې، جګړې، پوځي عمليات او بمبارۍ په افغانستان کې کومه نوې خبره نه ده، بلکې له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې دا خبرې تکراريږي.»

سجريسن زیاتوي، چې امریکا يو ځل بيا افغانستان ته د څو زرو پوځيانو د لېږلو پرېکړه، په داسې حال کې کړې، چې دا جګړه په تېرو شپاړسو کلونو کې هم په زور نه ده ګټل شوې او نه به په هم په راتلونکو کلونو وګټل شي.

دغه امریکايي پوځي افسر د پخوانيو ولسمشرانو جوړ ډبيلو بوش او بارک اوباما د واکمنيو پر مهال د نږدې يو لک او پنځوسو زرو پوځيانو د سختو جګړو، بمباريو او وژنو په يادولو سره ويلي، چې دغومره پوځيانو دا جګړه ونشوی ګټلی، نو څو زره به يې څنګه وګټلی شي.

ليکوال د ټرمپ ضد او نقيض دريځ ته هم کتلي،چې سپينې ماڼۍ ته د داخلېدو پر مهال د افغان امريکايي جګړې مخالف و، خو په سپينې ماڼۍکې له څه وخت تېرولو وروسته يې د نوې سټراټيژي د اعلان پر مهال افغانستان ته د زرګونو نورو پوځيانو د لېږلو پرېکړه وکړه او د طالبانو پر ضد يې د جګړې په زياتولو ټينګار وکړ.

«دي هيل» د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله ليکي، چې زر نور پوځيان به هم له افغان ځواکونو سره په جګړو کې ګډون کوي او په راتلونکي پسرلي کې به د افغانستان جګړه نور هم زور واخلي او دوی فکر کوي، چې نوي امریکايي پوځيان به د افغان عسکرو په ملاتړ د طالبانو پر ضد جګړې نورې هم زياتې کړي.

دغه امريکايي پوځي افسر پوښتنه کوي، چې يوه جګړه په شپاړسوکې يو نيم لک پوځيانو ونه شوی ګټلی، نو څو زره به يې څنګه وګټي. «دا پوښتنه رښتيا هم مهمه ده.»

ډيني سجريسن وايي، چې د افغانستان د جګړې د ناکامي په اړه يوازې زما دريځ او نظر نه دی، بلکې زموږ کانګريس هم دغې جګړې ته په ښه سترګه نه ګوري او د ساري په توګه به يې د کانګريس د غړو د څو خبرو يادونه کړې ده، چې په څو يې په لاندې ډول دي.

1- د امريکا دشپاړس کلنې جګړې او بمباريو سربېره هم د افغانستان بيخي ډېرې ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي.

2- په ۲۰۱۶ م کال د افغان عسکرو د وژل کېدو شمېر ۶۷۰۰ ته پورته شوی و، په داسې حال کې، چې د ټول افغانستان امنيتي وضعيت هم کړکېچن و.

3- طالبان هر وخت کولی شي، چې د ځان لپاره داسې خوندي مرکزونه جوړ کړي، چې له هغه ځايه پر افغان او بهرنيو عسکرو بريدونه او چاودنې وکړي.

4- د افغانستان اقتصاد تر اوسه هم په خپلو پښو نه دی ولاړ، د افغان عسکرو ټوله بوديجه اوس هم د امریکا د ماليه ورکوونکو له لوري ورکول کېږي او داسې ښکاري، چې د امریکايي ولس له ماليې پرته افغان حکومت او عسکر يوه ورځ هم دوام نشي کولی.

5- د نږدې دوو لسيزو جګړو او د نشه يي توکو پر ضد د روانې مبارزې سربېره په ۲۰۱۷ کال کې د افيومو کاروبار تر تاريخي کچې زيات شوی او ډېری افغان چارواکي په دې کاروبار کې لاس لري.

6- د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو ولسمشريز ټولټاکنې په لوړه کچه له فساده ډکې وې و او زموږ د ملګري افغان حکومت مشروعيت تر اوسه هم مشکوک دی.

دغه امريکايي پوځي افسر د کانګريس له خولې ليکلي، چې له دې او ورته نورو څرګندونو ښکاري، چې امریکايي کانګريس او ولس د دغې جګړې د ګټولو هيله نه لري او د ټولو هڅو او قربانيو سربېره به هم دغه جګړه ونه ګټل شي، بلکې ناکامي په کې ښکاره ده.

ډينيي سجریسن وايي، چې دا درېيم ولسمشر دی، چې افغان جګړه ورته په ميراث کې پاتې کېږي. تر دې وړاندې د جورج ‌ډبلیو بوش دوو دورو، همدارنګه د بارک اوباما په دوو دورو کې او اوس دغه دی، د ډونلډ ټرمپ واکمني ده، خو دا جګړه لا هم توده روانه ده او شونې ده، چې تر راتلونکو څو نامعلومو کلونو ونه دريږي.

ډيني سجريسن وايي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په داسې حال کې د افغان جګړې د ګټلو هيله لري، چې د امریکا ډېری سټراټيژيک پوهان او څارونکي وايي، چې امریکا نور د دغې جګړې مالي او بشري توان نشي ګاللی. د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار مک ماسټر هم اعتراف کړی، چې «د افغانستان جګړه له سختو ننګونو سره مخ ده او د امريکا ولس هم نور د دې جګړو د وينو او ماليو د ورکولو توان نه لري.»

ډيني سجريسن د خپلې مقالې په پای کې ليکلي، چې دی په دې باور دی، چې افغانستان نور په ويټنام اوښتی، دلته ډېرې خاموشې پوښتنې شته، چې ځواب يې ناشونی دی او لنډه خبره همدا ده، چې هر څومره د پيسو او وينو پانګونه وکړو، پایله به يې ناکامي وي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

انشاالله چی د امریکا او افغان ګوډاګی حکومت پایله ناکامی ده.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د هغه فوځی افسر په ځآی مګر چاته یی وایی ، د امریکا او ناتو مشری د یوی نالیدلی قدرت ( نظم نوینی جهانی ) په لاس کی دی د هغوی د پاره د هغوی داسراییلو ،امریکا انګریزی فرانسوی روسی او داسی نور استخبارات نه یواځی معلومات راټولوی بلکه دننه په هیوادو کی کړنی ترسره کوی بیا امریکا او ناتو ته دنده سپاری چه جنګ بس کړی او که مخی ته یی بوځی . همدا لاپی اوباما هم کولی د دی دپاره چه تشویق شی د سولی د نوبل جایزه یی ورکړه هغه د ګوانتانامو دزندان دبندولو هم ویلی وو… نور لوستل »

عبدالباسط
میلمه
عبدالباسط

انشاء الله د امریکا حالت به د روس نه بدتر وی.

Back to top button
Close
Close