نړۍ

امریکا: د فلوريډا په يوه ښوونځي کې اوولس کسان په ډزو وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا د فلوريډا ايالت د پارک لينډ سیمې په يوه ښوونځي کې د ډزو له امله امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او پولیسو بريدګر نیولی دی.

د فلوريډا پوليس وايي، چې بريدګر د نکولوس کروز په نوم هغه ۱۹ کلن زده کوونکی دی، چې څه موده وړاندې له ښوونځي ويستل شوی و.

د سيمې يوه پوليس افسر رسنيو ته ويلي، چې بريدګر له بريد وړاندې د خطر زنګ وهلی و، چې له امله يې په خلکو کې وېره او ترهه خپره شوې وه او بيا يې پر خلکو ناتاره ډزې وکړې.

د شيرف سکاټ اسرائيل په نوم يوه پوليس افسر سي بي ایس ټلويزون ته وويلي، چې نکولوس کروز سره کلاشینکوف او بې شمېره مرمۍ وې، لومړی يې له ښوونځي د باندې درې کسان په ډزو ووژل، ورپسې د ښوونځي ودانۍ ته ننوت، هلته يې هم ناتاره ډزې پيل کړې او دولس کسان يې ووژل.

د ښوونځي مدیر سټونمين ډګلس رسنيو ته ويلي، چې د بريد پر مهال زده کووني په ټولګيو کې غلي شوي وو، د ښوونځي ودانۍ د پولیسو له لوري کلابنده شوې او د دوی په باور بريدګر هغه څوک و، چې څه موده وړاندې له ښوونځي شړل شوی و او اوس د پوليسو په ولکه کې دی.

په رسنيو کې په خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري، چې د ښوونځي زده کوونکي په وړو وړو ډلو کې په وېرېدلي وضعيت کې له ښوونځي راوځي او پولیسو يو مشکوک سړی په موټر کې لاس تړلی کينولی دی.

د روان کال له پيله تر اوسه په امریکا کې دا اتلسمه پېښه ده،چې خلک په کې وژل کيږي.

امریکايي رسنۍ وايي، چې له ۲۰۱۳ کال راهيسې تر اوسه په امریکا کې د ډزو دا ډول ۲۹۱ پېښې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x