افغانستان

اشرف غني احمد ضياء مسعود ته د حکومت د اجرايوي مشر څوکۍ منلې

نن ټکی اسيا: د ولسمشرۍ مخکښ نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي ويلي، چې له بريا وروسته به احمد ضياء مسعود ته د حکومت د اجرايوي مشر څوکۍ ورکوي.

احمدزي په خپلو خبرو کې و ويل،چې د اساسي قانون په ځينو مادو کې به تغيير راولي او د مرستيالانو شمېر او واک به هم زياتوي.

د شمال ټلوالې مهم غړی او د انجينر احمدشاه مسعود ورور وړمه ورځ د ولسمشرۍ له مخکښ نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او رسنيو ته يې و ويل، چې د بريا په صورت کې به ډاکتر اشرف غني لومړی ده ته د حکومت د اجرايوي شورا د مشر څوکۍ ورکوي.

د افغانستان اساسي قانون کې د اجرايوي شورا د مشر په نوم څوکۍ نشته، ولې ډاکتر اشرف غني ويلي، چې اساسي قانون کې له دوهمې تر ۶۰ مادې پورې تغيير راولي او د مرستيالانو شمېر به د هغوی له واک سره سم زياتوي.

د کتونکو په اند ډاکتر اشرف غني احمدزي دا پريکړه ځکه کړې، چې د ده په ټيم کې تاجک نفوسه وګړي ډېر کم دي او له همدې امله يې احمد ضياء مسعود ته نوموړې څوکۍ منلې ده.

احمد ضياء مسعود د ولسمشريزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د ډاکتر زلمي رسول لومړی مرستيال و.

ډاکتر زلمي رسول د ولسمشريزو ټاکنو په لومړي پړاو کې لس سلنه رايې اخيستې وې او د دوهم پړاو لپاره يې د شمال ټلوالې غړي او د ولسمشرۍ مخکښ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړی او مرستيال یې احمد ضياء مسعود د ټاکنو په دوهم پړاو کې د ډاکتر اشرف غني ملاتړ اعلان کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې ډاکتر اشرف غني احمدزي څو څو ځل په خپلو خبرو کې ټينګار کړی، چې هيچا سره يې د يو ځای کيدو په صورت کې د کومې ځانګړې څوکۍ وعده نه ده کړې، ولې د شمال ټلوالې تاجک غړي احمد ضياء مسعود سره يې د حکومت د اجرايوي شورا د څوکۍ وعده کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx