fbpx

د کانګریس په ادرس د طالبانو د لیک زماني اهمیت

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

پرون طالبانو د امریکايي ولس او د کانګریس په ادرس یو تفصیلي او په څومهمو یاداښتونو محتوي لیک خپور کړ.

یاد لیک طالبان په داسې وخت کې خپروي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمب په افغانستان کې د هغه د جنګي ستراتیژۍ د ناکامي له وجې د کانګریس د ډیروغړیو تر نیوکو لاندې دی.

د طالبانو لیک په افغانستان کې د امریکايي اشغال په ترڅ کې د هغو رامنځته شویو ګډوډیو او خلاګانو چې خپله امریکايان او دهغوي رسنۍ ورباندې اعتراف کوي په یادولو سره پیلیږي.

مثلا هغوي لیکلي چې د امریکا د وخت واکمنانو د افغانستان د اشغال لپاره دری لاملونه ارائه کول چې هغه په اصطلاح د تروریزم له منځه وړل، د قانون پلي کول او نشه يي توکو کنټرولول و.

خو طالبانو په خپل لیک کې په ډیر مهارت سره د هیواد د موجوده عیني واقعیتونو او دامریکايي اعترافاتوپه رڼا کې د امریکايي اشغال مبررات داسې باطل کړي چې امریکايي چارواکي او ولس یې د هغو په مقابل کې له تسلیمي پرته ښايي بل هیڅ ځواب ونه لري.

طالبانو د یاد لیک د نشرلپاره داسې حساس وخت انتخاب کړی چې هم په افغانستان ترامریکايي حمایت لاندې ګډ حکومت د سختو اختلافاتو او ګډوډیوښکار دی او هم خپله امریکايي ولسمشر له خپل ټول پوځي توان کارولو سره سره د طالبانو په ځپلو او یاهم د هغوي د فعالیتونو په کنټرولو کې له ښکاره ماتې سره مخ دی.

د طالبانو په یاد لیک کې بل د پاموړ ټکی دادی چې هغوی دا لیک له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د یرغلګرو ځواکونو د پرشاتګ د ۲۹ کلیزې له را رسیدو سره هم مهاله خپور کړ ، چې په دې سره یې ښايي امریکايي چارواکو ته دا انتباه ورکول هدف وي چې تاسو (امریکایان) هم که دلته هرڅومره زور آزمايي وکړئ خو اخیر به له هغه برخلیک سره مخ کیږي له کوم سره چې تر تاسو وړاندې پخواني شورویان مخ شوي او په شکست له افغانستانه وتلي.

همدا راز یاد لیک چې په حقیقت کې د یوه فاتح او بریمن جهت په روحیه لیکل شوی خو تر پایه پوري یې امریکايي ولس ته د پیغور ورکولو نامناسبه لهجه نه ده کارولې ؛ بلکې په ډیرمهذب انداز کې یې هغوی ته په تکرار سره دا یادونه کړې چې په افغانستان کې د امریکايي چارواکو جګړه ییز سیاست ترافغانانو وړاندې خپله د امریکایانو او په مجموع کې د ټولې سیمې په تاوان دی چې باید نور ورته د معقول تفاهم په غوره کولو سره د پای ټکی کیښودل شي.

طالبان د امریکايي اشغال په خلاف د مقاومت تر ۱۷ کلنې تجربې وروسته اوس د زمان او مکان له سیاسي، تبلیغاتي او پوځي حساسیتونه او نزاکتونو سره ښه بلد شوي؛ ځکه خو د خپلو تبلیغاتي او پوځي هڅو لپاره دغسي مناسب فرصتونه ټاکي او بیا د هغو له لارې جانب مقابل تر فشار لاندې نیسي.

د امریکايي ولس او کانګریس په ادرس د طالبانو خپور کړی لیک په حقیقت کې د طالبانو د سیاسي نبوغ په رڼاکې د هغوي د پوځي بریا منطقي ترجماني ده چې باید امریکايي چارواکي د افغاني لانجې په هواري کې تري مثبته ګټه واخلي، او په هغه کې د افغان ولس منطقي غوښتنو ته پروخت مناسب ځواب ووايي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

انشاالله چی د طالبانو د سپیڅلو شهیدانو وینه حتمی او ضرور رنګ راوړی او دا اشغالګربه په ډیر زلت سره د مونږ هیواد پریږدی او نړی کی به په شرمو وشرمیږی.