افغانستان

جنبش: ارګ د جنرال دوستم د راتګ مخنیوی کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د جنبش ګوند غړي وايي، د ولسمشر غني د لومړي مرستیال د راتګ مخنیوی یوازې ارګ کوي او په ارګ کې ځینې کړۍ نه غواړي، چې جنرال دوستم بېرته هېواد ته راوګرځي.

د جنبش ګوند د دفتر رییس بابر فرهمند پر ولسمشر غني او ارګ تور پورې کړ، چې د جنرال دوستم د راتګ مخنیوی کوي او نوموړی یې په ترکیه کې ایسار کړی دی.

د فرهمند په خبره، موږ اعلان کړی، چې د یوه شخص ادعا دې د قانوني لارو وڅېړل شي، نه د شخصي، سلیقوي او سیاسي لارو. له بده مرغه دلته  نافذه قوانینو ته هېڅ درناوی نه کېږي.

د ولسمشر غني لومړی مرستیال جنرال دوستم له تېر یوه کال راهیسې په ترکیه کې بند پاتې دی او افغان حکومت ورته د بېرته راتګ اجازه نه کوي.

د روان کال په چنګاښ میاشت کې جنرال دوستم د هوا له لارې بلخ ته راغلی و؛ خو په بلخ کې مېشتو جرمني عسکرو یې الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړه او بېرته ترکیې ته وګرځېده.

یوه اوونۍ وړاندې د ملي یووالي حکومت د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ته هم د بېرته راتګ اجازه نه ورکوله او په امریکا کې یې ایسار کړی و؛ خو څو ورځې وروسته یې بېرته فرمان واخیست.

تېره ورځ اېکانومېسټ مجلې په خپله کلنۍ ارزونه کې افغانستان د نړۍ ۱۹م استبدادي هېواد ګڼلی و، چې د ملي یووالي حکومت په راتګ په کې استبداد ورځ تر بلې ډېریږي او په ډېرو خلکو یې د ژوند کړۍ تنګه کړې ده.

د ولسمشر غني لومړی مرستیال وروسته له هغه ترکیې ته ولاړ، چې د جوزجان پخواني والي محمد ایشچي پرې تور پورې کړ، چې جنرال دوستم جنسي ځورونه ورکړې او وهلی ډبولی یې دی.

ایشچي له تېر یو کال راهیسې هڅه کوي، چې جنرال دوستم او ساتونکي یې محکمه شي؛ خو په خپله هڅه کې تراوسه بریالی شوی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

He is warlord and it is good for Afghanistan that this warlord is not in. He will see the results of what he did.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x