افغانستان

سیاسي ګوندونه: د ټاکنو کمېسیون باید ټاکنې پر خپل وخت ترسره کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د حزب اسلامي په ګډون یو شمېر سیاسي ګوندونو د ټاکنو له خپلواک کمېسیون نه وغوښتل، چې د ولسي جرګې ټاکنې بابد پر خپل وخت ترسره کړي.

د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د ټاکنو کمېسیونونو غړو ټاکنې د روانې ستونزې یوازېنی حال وباله.
دوی اندېښنه وښوده، که ټاکنې پر خپل ترسره نه شي نو اوسنۍ ستونزې او ننګونې به له دې هم زیاتې شي.

د حزب اسلامي د سیاسي کمېټې مشر غیرت بهیر پر خپل وخت د ټاکنو پر ترسره کولو ټنګار وکړ او د ټاکنو ځنډول ورته د منلو وړ نه وو.

غیرت بهیر وویل، ټول سیاسي ګوندونه باید د راتلونکو ټاکنو پر خپل وخت پر ترسره کولو ټینګار وکړي او د ټاکنو پرته د هېڅ بدیل منلو ته راضي نه شي.

سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو استازو او د ټاکنو کمېسیونونو غړو د ټاکنو کمېسیون ته یوه طرحه هم ورکړه، چې راتلونکې تاکنې دې د همدغې طرحې پر بنسټ ترسره کړي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ پر ۱۶ مه ترسره کېدې؛ خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر وايي، کېدای شي راتلونکې ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه شي او وځنډېږي.

راتلونکو ټاکنو ته اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي، چې د ملي یووالي حکومت څه کم دوه کاله پاتې دي او امریکا غواړي د ملي وحدت د حکومت موده پنځو کلونو ته نوره هم وغځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x