یوناما: په تېر یو کال کې ۱۰ زرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما او د بشري حقونو د دفتر له لوري په خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په تېر ۲۰۱۷ کې په افغانستان کې لسو زرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې ویل شوي، تېر کال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي پېښو پر مهال ۱۰۴۵۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ټول ملکي وګړي دي.

د یوناما د راپور له مخې، تېر کال ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۰۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره وايي، د ۲۰۱۶ کال په پرتله په ۲۰۱۷ کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۹ سلنه کموالی راغلی، چې په ۲۰۱۶ کال ۱۱۳۴۳ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۳۵۱۰ تنه وژل شوي وو او ۷۹۲۴ تنه ټپیان شوي وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي، د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۶۵ سلنه مسوولیت د حکومت د مخالفو وسله والو، ۴۲ سلنه مسوولیت یې د طالبانو، ۱۰ سلنه د داعش او پاتې د حکومت او امریکايي عسکرو پر غاړه دی.

د یوناما په باور، د دې ملکي تلفاتو ١٦ سلنه د حکومتي ځواکونو، ٢ سلنه يې د نړيوالو عسکرو، نږدې يوه سلنه د پاکستانيو ځواکونو په راکټي بريدونو او ١١ سلنه يې دواړو لوريو ته راجع شوي دي.

یوناما ویلي، د ماینونو له امله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۱۶ سلنه کموالی راغلی؛ خو د تېر کلونو په پرتله په قصدي ډول د ملکي وګړو په نښه کولو کې زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کې د تېرو کلونو په پرتله تېر کال د ښځو په مرګ ژوبله کې پنځه سلنه لوړوالی ښودل شوی، چې تېر کال ۳۵۹ ښځې وژل شوي او ۸۶۵ ټپیانې شوي دي.

یوناما او د بشري حقونو نړیوالې ادارې ډېری وخت د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې یو اړخیز قضاوتونه کوي، چې د امریکايي او ناټو عسکرو له لوري د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د دوی ونډه ډېره کمه ښيي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د