نړۍ

جاپان ته د لومړي ځل لپاره امریکايي بې پېلوټه الوتکه رسېدلې

نن ټکی آسیا: امریکا د جاپان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد په فضا کې څارګره بې پېلوټه الوتکه پر پرواز راوسته.

د امریکا د هوايي ځواک ویب پاڼې خبر ورکړی، چې د -ګلوبل هاک- دا بې پېلوټه الوتکه د روانې اونۍ په سر کې جاپان ته استول شوې او د جاپان د مساوا هوايي اډې ته رسېدلې ده.

د سرچینې په خبره، د دې الوتکې د فعالیت موخه د پسیفک په ټوله سېمه د امریکا لپاره استخباراتي معلومات را غونډول او د تعقیب په چارو کې ترې مرسته اخېستنه ښودل شوې ده.

د مهالویش سره سم، دا الوتکه به پېساري لوړ پرواز سره د اکتوبر تر میاشتې پورې دا دنده ترسره کوې.

د جاپاني رسنیو له راپورونو سره سم، ښایې له دې څارګرې الوتکې څخه د چين او شمالي کوریا باندې د پام ساتلو لپاره هم کار واخیستل شي، په ځانګړې توګه په داسې حساسو شرایطو کې چې له یوې خوا د پيانګ یانګ اتومي پروګرام او له بلې خوا د چین د سمندري ځواک وړاندې تګ د جاپان د راتلونکې په اړه انديښنې را ولاړې کړې دي.

ویل کېږي، چې د امریکا دا بې پېلوټه الوتکه د نورو عامو تجارتي الوتکو په پرتله په دوه چنده ارتفاع (شپېته زره فټه) باندې د دېرش ساعتونو لپاره په اتوماتیک شکل پرواز کولای شي.

د یادونې وړ ده، چې امریکايي بې پېلوټه الوتکو پر افغانستان باندې  د امریکا له لورې د نظامي یرغل له څه باندې یوې لسیرې راهیسې د افغانستان په ګوټ ګوټ سربېره د پاکستان پر قبایلي سېمو هم په مسلسله توګه سلګونه بریدونه کړي،چې ډېری ګوزارونه یې د نظامي اهدافو پر ځای د ملکي وګړو پر استوګنځیو او عامو خلکو را پرېوتي او په خلکو کې د بې ساري وحشت او پراخې مرګ ژوبلې د را منځته کولو لامل ګرځېدلي.

آن تېره ورځ  خو د امریکا د ګڼو خطرناکو رازونو د افشا کوونکې ویب پاڼې – ویکي لیکس- مشر جولیان اسانج له دې راز څخه هم پرده پورته کړه، چې امریکا په افغانستان کې د بې پېلوټه څارګرو الوتکو په مټ د افغانستان ټولې ټلیفوني مکالمې اورېدلي او لا یې هم ثبتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x