متحده عربي امارات بېرته کابل کې سفارت پرانېزي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د روان کال په غبرګولي مياشت کې د کابل ښار زنبق څلولارې سره له چاودنې وروسته متحده عربي اماراتو خپل سفارت وتاړه، چې تازه يې بیا د خلاصولو نیت کړی دی.

په ابوظبي کې د افغانستان سفارت فرهنګي اتشه صدیق امرخېل وايي چې متحده عربي اماراتو ديپلوماتانو خپلې دندې پیل کړې او ډېر ژر به خپل سفیر هم معرفي کړي.

د هغه په خبره دا د ورورولۍ دوام دی او هیله ده چې ځينې پېښې د دې دواړو هېوادونو اړیکي زیانمنې نه کړي.

په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت له تړلو شاوخوا شپږ میاشتې تېرېږي، چې ورسره دې هېواد ته تلونکي مسافر هم له ستونزو سره مخ و.

د متحده عربي اماراتو لپاره په پلازمېنه کابل کې وېزې نه ور کول کېدلې او ګڼ افغان مسافر د دې اړیکو د سمون په تمه و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د