افغانستان

امريکايي استخبارات: د افغانستان حالت لا ډېر په خرابېدو دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): سې آی اې یا د امریکا د استخباراتي ادارې په تازه راپور کې د افغانستان د وضعیت په تړاو اندېښنه ښوودلې ده.

دغه راپور چې وړمه ورځ – سه شنبه – د امریکا کانګریس ته وړاندې شو، پکې د طالبانو حملې، د افغان ځواکونو کمزوري او سیاسي بې ثباتي هغه عوامل بلل شوي چې حالت يې لا ترینګلی کړی دی.

راپور زیاتوي چې افغان ځواکونه که ایله دومره وکولی شي چې د ښارونو واک په لاس کې ولري، نور به يې مخ پر وړاندې پرمختګ ناممکن وي.

دا راپور د امریکا له جنګي ستراتېژۍ وروسته خپرېږي، چې په اړه يې امریکايي او افغان چارواکي خوشبيني دي، خو د سې آی اې راپور د دوی د هیلو برعکس حالت وړاندې کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکايي استخبارات د افغانستان د وضعیت د ترنګلي کېدو په اړه اندېښنه ښيي، بلکې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې هم د امریکا د ملي استخباراتو ادارې خبرداری ورکړ، چې افغانستان له سیاسي سقوط سره مخ کېدونکی دی.

په ورته خت کې یو بل امریکایي پوځي په افغانستان کې جګړه پرلپسې ناکامه بولي او د خپلو مشرانو پر تګلارو نیوکې کوي.

په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځيانو دغه پخواني قومندان ډنني سجريسن وايي: «زه په دې نه يم حیران، چې زموږ عسکر په دې نه ګټونکې صليبي جګړې کې اخته دي او په کندهار کې زما زرګونه پوځيان د اوباما د واکمنۍپرمهال په جګړه کې بوخت وو.»

«د سولې خبرې، جګړې، پوځي عمليات او بمبارۍ په افغانستان کې کومه نوې خبره نه ده، بلکې له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې دا خبرې تکراريږي.»

سجريسن زیاتوي، چې امریکا يو ځل بيا افغانستان ته د څو زرو پوځيانو د لېږلو پرېکړه، په داسې حال کې کړې، چې دا جګړه په تېرو شپاړسو کلونو کې هم په زور نه ده ګټل شوې او نه به په هم په راتلونکو کلونو وګټل شي.

د امریکايي سرچینو د معلوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې ۱۴ زره امریکايي عسکر مېشت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x