افغانستان

طالبان: په جبل السراج کې پنځه ویشت ټانکر ویجاړ او درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې ملګرو يې د پروان ولایت  د جبل السراج ولسوالي امنیه قومانداني ته څېرمه او هم مهاله په سرخ تپه سیمه کې په اکمالاتي کاروان برید کړی، چې دروند د سر او مال زیان يې ور اړولی دی.مجاهد وايي چې یاد برید تېره شپه دوولس بجې پیل شو، چې په پایله کې يې  پنځه ویشت ټانکر ویجاړ او ګڼ شمير امنیتي مسوولینو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

رسنیو ته لېږل شوې خبر پاڼه کاږي: «په دغه اوږده نښته او چاودنو کې د دښمن ۲۵ د تیلو ټانګرونه ویجاړ شوي، ګڼ شمیر ساتونکي قتل او ټپیان دي.په نښته کې د ولسوالۍ امنیه قومنداني ته هم زیان اوښتی چې تر اوسه يې کره شمیره نه ده معلومه.»
دا په داسې حال کې دی، چې پروان د هېواد د نورو ولایتو په نسبت ارام ولایت ګڼل کېده، یاده دې وي چې دا بریدونه په داسې حال کې شوي دي، چې راتلونکو ټاکنوته پوره نولس ورځې پاتې دي.
دولتي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x