افغانستان

طالبان: که امریکایان ونه وځي، د روس په برخلیک به اخته شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ماتې د ورځې په مناسبت طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې امریکایانو ته هم د ورته برخلیک خبرداری ورکړی دی.

د دې اعلامیې یوه کاپي نن ټکی اسیا ته هم رارسېدلې، چې پکې يې پر امریکايي چارواکو غږ کړی، چې د خپلو ځينو جنرالانو او د کانګریس د غړو اندېښنې دې ناپامه نه نیسي.

«موږ اوسنیو امریکایي اشغالګرو ته وریادوو چې یوه شیبه دې مسلمو حقائقو او تاریخي تجربو ته متوجه شي او د خپلو ځینو پوځیانو او د کانګریس د غړو هغه اندیښنې دې جدي وبولي چې وایي، افغانستان د امپراطوریو هدیره ده، په تاریخي لحاظ هیڅ لښکر د دې ملت په ماتولو نه دی توانیدلی او هر اشغالګر یې په وړاندې شکست خوړلی.»

طالبانو پر امریکایي تصمیم نیوونکو غږ کړی چې د زور ستراتېژي یوازې د جګړې د اوږدولو علت کېدای شي، ځکه نو «د معضلې د حل لپاره امریکایان باید په خپله خوښه زموږ له هیواد څخه ووځي او که جګړې ته دوام ورکوي نو پایله یې له اوسه معلومه ده او هغه دا چې د شوروي اشغالګرو په شان به نهایتا د ذلت او شکست پیټی په شا په تیښته مجبوریږي.»

تېره ورځ هم طالبانو امریکايي ولس نه په لیکلي لیک کې غوښتي چې د جګړې د پای لپاره سوله ییزې هڅې وکړي.

په لیک کې امریکایي ولس باندې غږ شوی و، چې حکومتي چارواکي يې د افغان جګړې په تړاو ریښتوني معلومات ورسره نه شریکوي.

شاوخوا اته دېرش کاله وړاندې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، چې ځينو تاریخونو يې په ۱۳۵۸ل او ۱۳۶۸ل کلونو کې د ځواکونو شمېر ۱۲۰ زره تنه ښوودلی دی.

د افغان لیکوال محمد اکرم اندېشمند د لیکلي اثر له مخې په دې جګړه کې ۱۴۴۵۰ شوروي عسکر وژل شوي، ۴۹۹۳۸ تنه ټپیان شوي او ۳۳۰ نور لا درکه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x