نن د پخواني شوروي اتحاد د ماتې له ورځې سره برابره ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل وروسته د هغوی پر وړاندې د مجاهدینو د بریا او د شورویانو د تېښتې شاوخوا نهه ویشت کاله پوره شول.

شوروي اتحاد د افغان مزدورانو په همکارۍ د ۱۳۵۸ل کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان مستقیم یرغل وکړ او لوی بشري ناورین يې رامنځته کړ.

افغان ولس د خپلو دیني علماوو په هڅونه د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد غږ پورته کړه او له شاوخوا لس کاله مقاومت وروسته يې د لويې قربانۍ په بدله تېښتې ته اړ کړل.

د تېښتې پر مهال د وروستي روسي جنرال بوریس ګروموف هغه خاطره مشهوره ده، چې د امو سیند نه د اوښتو په وخت يې شاته هم ونه کتل، لیکلي يې دي: «زه وروستى شوروي سرتېرى وم، چې له افغانستانه ووتم، په وروستيو شېبو کې مې په خپل ځان کې لويه تشه محسوسوله؛ ځکه په مخکې مې توره او ګونګه راتلونکې وه او شا ته مې خالي او په اوبو لاهو ماضي ليدله.»

د پخواني شوروي اتحاد یرغل چې له هر ډول قانونه ښکاره سرغړونه بلل کېدله، د افغان ولس سلګونه زره تنه يې شهیدان، معیوب او کډوال کړل.

په دې جګړه کې د لیکوال محمد اکرم اندېشمند په قول ۱۴۴۵۰ تنه روسي عسکر وژل شوي، ۴۹۹۸۳ تنه ټپیان شوي او ۳۳۰ نور لادرکه دي.

د روسيې پر وړاندې افغان مقاومت په نړۍ کې جهادي روحيه پیاوړې کړه او ثابته شوه، چې دا د عقیدې او وسلې جګړه وه.

شوروي اتحاد له ټول ځواک سره د ۱۳۶۸ل کال د سلواغې پر شپږویشتمه پښې سپکې کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د