افغانستان

فراه ولايتي شورا:  د طالبانو بريد کې اووه نظم عامه پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د فراه چارواکي وايي، د بالابلوک ولسوالۍ په دارستان سيمه کې د طالبانو په بريد کې يوې پوستې سقوط کړی او ټول عسکر يې وژلي دي.

د فراه د ولايتي شورا رييس فريد بختور اريانانيوز ته ويلي ، په بريد کې د نظم عامه اووه پوليس وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

په عين حال کې د فراه يوې امنيتي سرچينې ويلي، چې په دغې بريد کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دقيق معلومات يې نه دي ورکړي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې پوسته طالبانو نيولې، د نظم عامه نهه پوليس وژل شوي چې لا هم په پوسته کې پراته دي او د هغوی ديارلس ميله وسلې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د فراه امنيتي مسوولينو دوه ورځې مخکې په دغې ولايت کې د طالبانو پرضد د عملياتو د پيل خبر ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

سلام علیکم. دا به اغراق وی که ووایم چه د افغانستان هر وګړی ماته ورور او خور غوندی ارزښت لری خو ایماناً وایم چه د هر افغان او هر مظلوم مسلمان او انسان په وژلو او ټکولو سخت خپه کېږم خصوصاُ د پولیسو او امنیتی ځواکونو د غړو په وژلو می زړه سخت آزاریږی.هر بېچاره مور لری پلار لری بچی لری ښځه لری دوستان لری.ددوی د خواشینی او بورتوب او یتیم توب او کونډتوب د دردونو او ناخوالو د آه انعکاس به ډېر دروند وی. ښاغلی طالبه! تاته چا اجازه درکړېده چه ته یو بېګناه انسان په یوه شیطانی او… نور لوستل »

Karwan

غ.حضرت، تاسي عجيب او غريبي ليکني کوي. کوم امنيتي ځواکونه او پوليس، هغه چه دشپي دخپلوبادارانو سره يوځاي دمظلومو خلکو په کورونو چاپي اچوي او وژني، چور اوبيناموسي کوي. دغه ستاسي پوليس او امنيتي ځواکونه دهغه چاسره جګړه کوي، کوم چه دوطن داشغال اوددي فاسد دولت په مقابل کښي وسلواله مبارزه کوي. ستاسي په پوليسو اوامنيتي ځواکونوکښي ۹۵فيصده شعوري او نور يئ غيري شعوري عناصر دي، چه دولس په وژنه او ځورونه لګيادي. دغه قواوي ولي دپردو په لمسون د طالبانو سره جګړه کوي. ايا هغوي ددي ملک وګړي ندي او دلته دژوند حق نلري. طلبانو په هر ډګر کښي… نور لوستل »

جمال

[[ غلام ]] حضرت صاحب ! ستاسی کور والا به څومره درته خوښاله وی چه د کمیشن کاری په زیاتولو دی ورله میکپ ،سینګار او عطریات روله زیات کړی ، لا به یی مشر کمیشن کار ګلبدین ورته د خپلو بچو سرسایه ورکړی وی . زه (( غ )) له نزدی پیژنم ، کله ناکله یی تبصری قصدا سمی وی چه ټول خلک تری کرکه ونه کړی او د نن ټکی اسیا خپلواکه ورځپانه یی ګنده تبصره خپری کړی ، یهودان هم دا کار کوی اسلامی کتابونه لیکی لسو خبرو کی یوه غیر اسلامی شیطانی چټلی خبری هم تیروی (… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x