يوناما: تر لسو زرو د ډېرو ملکيانو تلفاتو کې بهرنیان یوازې دوه سلنه شريک دي

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر«یوناما» په تازه راپور کې د ملکي تلفاتو شمېره تر لس زره ډېره ښوودلې ده.

په دې راپور کې، چې د ملکي تلفاتو په برخه کې بهرنیان یوازې دوه سلنه برخه وال بلل شوي، ویلي شوي چې په تېر میلادي کال کې ۱۰۴۵۳ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راپور د ۲۰۱۷ میلادي کال په تړاو دی، چې په وروستیو میاشتو کې يې امریکايي جنګي ستراتېژي هم اعلان شوه.

د سرچينې په قول د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي پېښو له امله ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۹۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یوناما د ملکي تلفاتو دا شمېره د وړم ۲۰۱۶ میلادي کال په پرتله ۹ سلنه کمه ښيي.

په راپور کې بهرني ځواکونه یوازې دوه سلنه، افغان ځواکونه ۱۶ سلنه، ۴۲ سلنه طالبان، ۱۰ سلنه داعش او پاتې سلنه د راپور په وینا «نورې حکومت مخالفې وسله والې ډلې» مسوولې دي.

دا په داسې حال کې دی چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په وروستیو کې یوې خپلواکې څېړنې د امریکايي او افغان ځواکونو له لوري د بمباریو د ډېرښت له امله د ملکي تلفاتو کچه ۵۲ سلنه لوړه وبلله.

د امریکايي رسنیو په قول د تېر کال په ډيسمر او نومبر میاشت کې سلګونه هوايي بریدونه شوي دي، چې له ملکي تلفاتو پکې سترګې نه شي پټېدلی.

ghazni mulki talafat (1)

دا ماشوم څو ورځې وړاندې د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بمبار کې ووژل شو

واشنګټن پوسټ د روان کال په لومړۍ میاشت کې راپور خپور کړ، چې د ۲۰۱۷ میلادي کال یوازې په وروستۍ میاشت کې بهرنیو او کورنیو ځواکونو ۴۵۵ هوايي بریدونه کړي دي.

تېره اوونۍ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د امریکايي او افغان ځواکونو له لوري د ملکي تلفاتو ډېرښت خواشينوونکی وباله او ويې ویل چې دا تلفات ولس پر نظام لا بې باوره کوي.

په ورته وخت کې د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې کندوز ښار کې یوې غونډې ته د بهرنیو ځواکونو عمومي قومنان جنرال نېکلسن د ملکي مرګ ژوبلې ډېرښت ومانه او بښنه يې وغوښته.

نوموړي پخپلو خبرو کې وویل: « يو ځل بیا وایم، د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې مو چې څه په وس کې دي کوو يې، د هغو مرګ ـ ژوبلو له امله چې تازه شوې دي، بښنه غواړم!»

تر اوسه طالبانو د يوناما د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي.

ياده دې وي د یوناما د ملکي تلفاتو په شمېر کې اربکیان هم د ملکي وګړو برخه بلل کېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د