
خلــــــــګ / حسيني
عزيزالله حسيني
کــــــله راويـــښږي دا ويـــــده خــــــــلګ
داسې معــــــلوميږي لکه مړه خلګ
ښې مې په زړه لګي د شپېلۍ نغمې
ځكه مې خوښيږي د راغه خلګ
ځوانه که بې توري ، بې قلمه وې
يو به سي له کــــــــــلي نه اوبه خلګ
دوی ته چې کوتک او يا ټوپك نه وي
کله به سيـــــــده شــي دا کاږه خلګ
دومره بې ننګي او د پښتون غولى
کـــــله يې زغمى شي پښتانه خلګ
دا د مظلوم چيــــغې ولې نه اوري
بيا د څه شي مينې کړل کاڼه خلګ
حق په سترګو ويني ځي باطل پسي
شول حسيني ولې او په څه خلګ