fbpx

رونالډو د اروپا اتلانو لیګ لومړی لوبغاړی شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پرتګال هېواد نامتو او مشهور نړیوال ستوری کریسټیانو رونالډو د اروپا اتلانو فوټبال په مشهور لیګ «چمپینز لیګ» کې لومړی لوبغاړی شو چې د یوې لوبډلې لپاره ۱۰۰ چټک ګولونه وهي.

د اسپانيې د فوټبال مشهور کلب ریال ماډرېډ پیژندل شوی او پیاوړی لوبغاړی کریسټیانو رونالډ د چمپینز لیګ سیالیو د ګروپ په مرحله کې تېره شپه د پیرس لوبډلې په وړاندې ۲ ګولونه ووهل چې له امله یې لومړی لوبغاړی شو چې په یاد لیګ کې د یوې لوبډلې لپاره تر ټولو ژر او چټک ۱۰۰ ګولونه ووهل.

د اروپا اتلانو لیګ سیالیو کې د کلب یوې لوبډلې لپاره په زیاتو ګولونو وهلو کې دویم د ارجنټینا هېواد او بارسلونا کلب نامتو او مشهور لوبغاړی «لیونل میسي» دی، چې نوموړي ددغه لیګ په ټولو سیالیو کې ۹۷ ګولونه وهلي دي. رونالډو تر دې دمه ۱۰۱ ګولونه وهلي او لا هم دغه سیالۍ لوبوي، چې د میسي څخه تر دې دمه ۴ ګولونه وړاندې دی.

نوموړي د یاد لیګ په تېرو ۱۲ سیالیو کې ۲۱ ګولونه وهلي دي، چې د همدې لیګ د روان کال (۲۰۱۷-۲۰۱۸) په ۷ سیالیو کې یې ۱۱ ګولونه وهلي دي.

د یادونې وړ ده چې رونالډو د ۲۰۱۷ کال د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) تر ټولو غوره لوبغاړي او د اروپا فدراسیون جایزه هم ګټلې ده، او همدا ډول نوموړي د کال غوره لوبغاړي پنځه ځل دغه جایزه ترلاسه کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د