افغانستان

اوباما: راتلونکی افغان ولسمشر به امنیتي سند لاسلیک کړي

نن ټکی اسيا: د امريکا ولسمشر باراک اوباما پرون دوشنبې د روان کال د می میاشت پر ۲۵مه شپه په يو ناڅاپي سفر بګرام پوځي اډې ته راغی او خپلو پوځيانو سره له څلور ساعته تېرولو وروسته له همدغه ځايه د واشنګټن پر لور وخوځيد.

فرانس پريس خبري اژانس وايي، چې اوباما په خپلو خبرو کې هيله وښوده، چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به امريکا سره دوه اړخيز امنيتي سند لاسليک کړي.

اوباما زياته کړه، چې ۲۰۱۴ کال څخه وروسته ناټو ځواکونه له افغانستانه و وځي او دی به ډېر ژر افغانستان کې د پاتې کيدونکو امريکايي عسکرو شمېر اعلان کړي.

 

افغانستان کې د امريکا سفارت له ولسمشر کرزي غوښتي و، چې باراک اوباما سره د ليدو لپاره دې بګرام هوايي اډې ته ورشي، ولې کرزي دا غوښتنه رد کړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د امريکا د سفارت دغه غوښتنه رد کړه او زياته يې کړه، دی نشي کولای چې امريکايي ولسمشر باراک اوباما سره د ليدو لپاره د بګرام هوايي پوځي اډې ته ولاړ شي او که باراک اوباما ارګ ته راځي نو دوی يې هرکلی کوي.

فرانس پريس د يو امريکايي چارواکي له قوله د نوم نه ښودله په شرط ليکلي، چې اصلا دا په پلان کې نه وه، چې اوباما دې له خپل افغان سيال سره و ويني او د اوباما دا سفر يوازې د خپلو پوځيانو سره د ليدو کاتو په موخه ځانګړی شوی و.

دغه چارواکي زیاته کړې، چې دوی له حامد کرزي وغوښتل، چې اوباما سره د ليدو لپاره دې بګرام ته ورشي، ولې حامد کرزي دغه غوښتنه رد کړه.

فرانس پريس د امريکايي چارواکو له قوله وايي، چې باراک اوباما به راتلونکو ورځو کې افغان ولسمشر حامد کرزي سره تليفوني خبرې اترې وکړي او د امريکا او افغانستان په دوه اخيزه اړيکو به سره وغږيږي.

د يادونې وړ ده، چې د راتلونکې جون مياشت په ۱۴ افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو ټاکنې کيږي او په دغو ټاکنو کې د ولسمشرۍ مخکښ نوماندان هر يو ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزی سیالي کوي.

نوموړو نوماندو په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې امريکا سره به دوه اړخيزه امنيتي سند لاسليکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x