fbpx

د درود ويلو لس فضیلتونه

احمدجنید مبارز

پوهېږې چي په درود ویلو کي د نورو زیاتو ګټو تر څنګ دغه لاندنۍ لس لویي ګټي هم سته :

۱_ درود ویل، د الله جل جلاله د رحمت د نازیلېدلو سبب ګرځي.

۲_ په درود ویلو سره دي د رسول الله صلی الله علیه وسلم شفاعت په برخه کیږي.

۳_ درود ویل د مکرمو ملائکو سره مساوات یا یو شی والی دی.

۴_ درود ویل د کفارو، ملحدینو او منافقانو سره مخالفت دی.

۵_ په درود ویلو سره خطاوي او ګناهونه معافیږي.

۶_ په درود ویلو سره دي غوښتني او اُمیدونه د سره کیږي.

۷_ په درود ویلو سره دي دباندني او دننه اسرار روښانه کیږي.

۸_ درود ویل د قبر له عذابه د خلاصون سبب ګرځي.

۹_ درود ویل د جنت د داخیلېدلو سبب ګرځي.

۱۰_ په درود ویلو سره د الله جل جلاله له طرفه سلامتیا درباندي نازلیږي.

ږغیزه وینا: مولوي عنایت الله علمي صاحب

#زیاتونه او غوښتنه : معزز لوستونکیه ! نو چي د درود ویلو دومره زیاتي ګټي دي نو ولي ځان نه ور څخه برخمن کوې؟!

دا چي د درود ویلو له کبله مو ګناهونه معافیږي، نو ولي درود نه وایو؟!

راسه چي ته هم او زه هم، دواړه همدا اوس اوس د شیطان پر ضد د خپلي میني د اظهار لکبله لس ځله پر نبي کریم صلی الله علیه واله وسلم باندي درود شریف ووایو.!

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
توکل
میلمه
توکل

که مو داسی یو درود را ته وشود چه لڼډ وی او په صحیح سند ثبوت وی چه سړی یی خپل ودرد جوړ کړی نو مهربانی به موی. خیر یوسی

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

وصلي الله علي النبي الامي

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د پاسنی ورور د غوښتنی په ځواب کی:
( الّلهم صل و بارک و سلم علی سیدنا و مولانا محمد و علی آل محمد)

توکل
میلمه
توکل

د ستاسی له جواب څخه مننه: جزاک الله خیر