نړۍ

پاکستان: د امریکا د يو اړخيزو عملياتو به بالمثل ځواب ورکړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د کورنيو چارو وزير احسن اقبال ويلي، چې هېواد يې امریکا ته د يو اړخيزو عملياتو اجازه نه ورکوي او که امریکا داسې وکړي، نو نه يوازې دا، چې د دواړو هېوادونو اړيکې به سره خرابې شي، بلکې پاکستان به د خپلې خاورې د دفاع په موخه بالمثل ځواب هم وايي.

د امریکا له سي ان ان ټلويزيون سره په ځانګړې مرکې کې احسن اقبال ويلي، چې پاکستان کې د امریکا يو اړخيز عمليات د دوی لپاره سره کرښه ده او هېڅکله به يې ونه زغمي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي، چې له امریکا سره په برابره کچه مساوي اړيکې غواړي او «که امریکا د فشار اچولو هڅه وکړه، موږ به يې بالمثل ځواب ورکړو.»

احسن اقبال زياته کړې، چې هېواد يې د ترهګرۍ په نوم روانه جګړه کې تر ټولو زياتې قربانۍ ورکړي، «په نړۍ کې هېڅ هېواد زموږ په کچه قربانۍ نه دي ورکړي، زموږ شپېته زره خلک په کې وژل شوي او زموږ اقتصاد ته په کې ۲۵ ميليارده ډالره زيان اوښتی دی.»

د احسن اقبال په ګډون نور پاکستاني چارواکي هم وايي، چې د ترهګرۍ په نوم روانه جګړه د امریکا لپاره نه، بلکې خپله جګړه يې بولي او له همدې امله د خپلې خاروې په هره برخه کې د اړتيا سره سم عمليات کوي.

احسن اقبال ويلي، چې هېواد يې د امریکا مرستو ته اړتيا نه لري، بلکې دوی غواړي، چې له امریکا سره دوه اړخيزې سوداګريزې اړيکې ولري.

له افغانستان سره د دوو اړخيزو اړيکو په اړه د پاکستان د کورنيو چارو وزير وويل، چې هېواد يې تل له افغانستان سره ښې اړيکې غواړي او هڅه کوي، چې په افغانستان کې امنيت اوسوله راشي.

د امریکا د تورونو او روانې افغان امريکايي جګړې په اړه احسن اقبال وويل، چې متحده ايالتونه په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچول غواړي؛ ځکه چې امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته ونه رسېده او اوس هڅه کوي، چې د دې ماتې غچ له پاکستانه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

څوک چه یو ځل د نورو په خیرات او ګدا ګیری روږد شی ، که په هغه ګد ګیری کی بیلونر او تریلونر هم شی ، ګدا ګیری او غلامی څخه لاس نه اخلی بادارانو ته کلکه ، غوڅه او غیرتی خبرنه شی کولای تل ورته د یو ی فاحشی په شان چه سترګی یی ښکته وی خبره کوی . نن سهار می چه لیب ټاب واز کړو او نن ټکی اسیا پاڼی کی می دا عنوان د پاکستان د داخله وزیر له خولی ولوست چه مونږ به امریکا ته بلمثل ځواب ورکړو خوشاله شوم ما ویل ښه شو چه… نور لوستل »

مجيب الرحمان

پاکستان د لستوڼي مار او د سيمې سرطان دې الله ج تباه کړي، شپېته زره د دوى کسان ندي، هغه د وزيرستان بې لاسه او بې وسلې ولس و چې يوناناما 83000 ياد کړي شاؤخوا د پاکستاني او امريکايي بمبارد په ترڅ کې شهيدان شوي، د دوى دې بېخ ووځي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x