fbpx

د طالب جان خط

ډاکټر جمال الدین پارسا

امریکایي رسنیو کې لویه هنګامه ده. ته وا میډیایي سونامي راپاڅېدلې، له سي این این تر سي بي ایسه، له فاکس نیوز  تر واشنګټن پوسټه او ها پلو له ګارډین تر ټیلګراف او بي بي سي پورې. که د اخبار سرخط دی یا د ټیلویزیون ګردی میز، د هغه لیک داستان یې رانښلولی چې تېره ورځ د آسیا له یوه غریب هیواد افغانستان څخه د یوه ځوریدلي ملت په استازیتوب د امریکایي اولس په ادرس لیږل شوی دی.

دا چې  په لیک کې څه لیکل شوي، اندازه یې له دې پراخ انعکاس او میډیایي هنګامې څخه لګولی شئ.که د لیک په ټوله منځپانګه غږیږو، شاید دا مقاله یې د احتوا تاب ونلري. خو دا چې طالبان له منظم او پایدار نظامي مقاومت سره سره اوس داسې توپاني او په تول پوره لیکونه هم صادروي، نو ماته یې هغه د پخوانیو لیکونو خبره رایاده کړه چې ویل کیدل به:

چې خط دې نه و، خط دې نه و

چې خط دې راغی، خط دې راغی

د طالبانو لخوا په داسې حساس وخت کې، د داسې مستدلل او منطقي لیک لیږل او د امریکایي دموکراسۍ اساسي ستون( ګانګریس او عام خلک) ورباندې مخاطب کول له شک پرته د طالبانو په سیاسي بلوغ او نبوغ ګواهي ورکوي.

پخوا طالبان د یوې سرسخته او نه ماتیدونکې جنګي ډلې په حیث پيژندل کیدل. مګر د تازه لیک په شمول د هغوی  وروستي سیاسي مانورونه او ابتکارات په دې دلالت کوي چې دغه خوځښت پوخ سیاسي بنیاد او د حساب وړ  فکري عقبه لري او هره خبره او مدعا یې د قوي منطق په پایو استواره ده.

دا چې د طالبانو وروستی لیک په معاصر سیاست بازار کې ولې دومره دروند وتلل شو ځینې ځانګړنې یې درشمیرو.

لومړی:  د طالبانو د لیک مخامخ مخاطب او مرسل الیه د امریکا اولس دی. هغه اولس چې کانګریس یې سیاسي استازیتوب کوي. امریکا چې په اوس وخت کې د دموکراسۍ تر ټولو پخوانۍ او مشهوره بیلګه بلل کیږي، د واک اصلي محور یې د اولس رایه او نظر دی. په امریکا کې یو نیم میلیون مدني ټولنې فعالیت لري چې دا د اولسي ځواک یو بې سارې بیلګه ده. په دغه وړ حکومتي سیستمونو کې د اولس د افکارو توجیه سیاستونه بدلولای شي. طالبانو د امریکا داولس او ولسي استازو په مخاطب کولو سره په اصلي ځای وار  وکړ نو ځکه یې پایله هم تر توقع لوړه وه.

دوهم: طالبانو د خپل لیک لپاره خورا دقیق وخت انتخاب کړ، په داسې حال کې چې د ټرمپ په ستراتيژۍ څو میاشتې اوړي. خو په افغانستان کې لا هم جګړه له بن بسته نه ده وتلې او په امریکا کې دجګړې د دوام په اړه پراخې پوښتنې او اندیښنې راپاریدلې دي.طالبانو د دې لیک په استولو سره په امریکا کې د جګړه اړوند بحث نور هم تود کړ، او په قوي دلائلو سره یي امریکایانو ته وفهموله چې د افغانستان په اړه د ټرمپ او نورو جنګ غوښتونکو محاسبات اساسي کمزورۍ لري.

دریم: د لیک بله ځانګړنه داده چې طالبانو د جګړې له ډګره د منطق او استدلال ژبه کارولې، هغوی د ټرمپ په شان جنګ غوښتونکې لفاظي نه ده کړې او نه هم د احساساتو څپو په مخه کړي. د طالبانو لیک له سره تر پایه د منطق او استدلال په کرښه روان دی.

په اوس زمانه کې چې د خلکو ذهني سطحه لوړه ده، که د هرې موضوع اړوند قناعت بښونکی استدلال واوري نو که په مخامخ یا شعوري توګه قناعت ونه کړي هم، لاشعور یې قانع کیږي او په ناخودآګاه ډول حقائقو ته د تسلیم سر ټیټوي.

طالبانو په افغانستان کې د امریکا د اوولس کلنې بوختیا ګټه او تاوان په خورا دقیق ډول ارزولې او بیا یې په قوي دلائلو ثابته کړې چې امریکا د افغانستان په جګړه کې یوازې تاوان کړی او که له دې جګړې ځان ټول نکړي نو تردې څو چنده نور زیانونه هم ورپیښیدلی شي.

څلورم: طالبانو په افغانستان کې دجګړې د پای ته رسولو او د ستومانه اولس د هوساینې لپاره خپل موقف په روښانه ټکو وړاندې کړی دی. او دا یې ثابته کړې چې دوی کومه سطحي جنګه ډله نه، بلکې د یوه ملت استازی سیاسي ځواک دی. طالبانو د افغان اولس د دیني او ملي ارادو د ممثل ځواک له موقفه له امریکا سره د داسې تفاهم لپاره امادګي ښودلې چې دافغانستان د ازادۍ او دلته د یوه معیاري نظام د جوړیدلو سبب شي.

د طالبانو وروستی لیک او په هغه کې څرګند شوي مواقف د ډیر اهمیت وړ دي. تر دې که د سولې لپاره واقعي اخلاص موجود وي همدغه لیک د سولې د یوه رښتیني بهیر پيلامه او لومړۍ خښته کیدلای شي. همدې اهمیت ته په پام سره هغه افغانان چې په امریکا او دنړۍ په نورو هیوادونو کې اوسي د دې لیک د انګریزي متن د تشهیر او نشر لپاره باید دخپل توان  په اندازه کار وکړي او په خاص ډول په امریکا کې باید د ټولنیزو رسنیو له لارې سپانسر او نشر شي تر څو د امریکا ټولو خلکو ته ورسیږي او د افغانستان دستونزې په حل کې کومک کوونکی واقع شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د طالبانو مجاهدو ورونو دغه خط قابل د قدر دی زما د زړه کار یی کړی دلته ځینو افغانانو چه په یوه یا بله رشته کی به یی د کتوری لرلی ، د امرکیا پوهنتونو کی به استاذان وو هم د روسانو او هم د امریکایی اشغال وخت کی به یی کله خارجه او کله داخله وزارت او حتی کله به یی تش په نامه ملګری ملتو او حتی ناتو ته لیکونه استول چه له افغانستانه ووځی ، د روسانو وخت کی خو امریکا د مجاهدینو سره د کمونیزم د چپه کیدو د پاره مرستی کولی نو دغه استاذانو چه… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

داسی مدبرانه قیادت دکلک تاید دملت نه به ولی نه برخمن کیړی چی هم دتوری غیرتمن وی اوهم دخبرو خوله ولری معنی دا چی هم د څیرلو وی او هم د ګنډلو خلک مزید موفقیت موپه برخه شه او له لوی الله ج نه غواړم چی دا سبیڅلی کاروان دتیر جهاد د مشرانو په څیر له بدنامی الله پاک په خبل فضل او کرم سره وساتی یا الله بیا خو مو دا امیدونه مه خرابوی رب العالمینه دا کاروان له مستقیمی لاری مه کړوی آمین