fbpx

په عمان کې د مبایل شمېره په حیرانونکې بیه وپلورل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د عربي هېواد عمان په پلازمینه مسقط کې د مخابراتي شرکت لخوا د ګولډن مبایل شمېرو د بولۍ پرمهال یوه شمېره په پنځه دیرش ملیونه افغانۍ وپلورل شو.

د بهرنیو رسنیو راپورونو له مخې د عمان مخابراتي شرکت لس ګولډن شمېرې د ډایمنډ او سرو زرو په کټیګرۍ کې ایښې وې، چې د یوې شمېرې لوړه بیه یې یو ملیون اته لکه پنځه شپیته زره او شپږ سوه عماني ریاله وه، چې تقریبا پنځه دیرش ملیونه افغانۍ کیږي، وپلورل شوه.

ددغې شمیرې عدد (۷۱۱۱۱۱۱۱) دی، چې داسې شمېرو ته په مخابراتي اصطلاح ګولډن نمبر ویل کیږي، او په هر هېواد کې دغسې ګولډن شمېرې لوړې بیې لري، خو په عمان کې ددغې ګولډن شمېرې لوړې بیې ټول لیدونکي حیران کړي دی.

د عمان «ټیل» مخابراتي شرکت مدیر انجینر احمد سعید آل ریامي رسنیو ته د خبرو پر مهال وویل چې مونږ د مخابراتو ادارې (TRA) په مرسته په لومړي ځل د انترنیت په لیکه د مبایل شمېرو بولۍ وکړې چې په دغه بولۍ کې ۲۲۲ کسانو برخه واخیسته، او په دې کې ۱۰ مختلف ډایمنډ او ګولډن شمیرې ایښې وې.

نوموړي زیاته کړه چې په دغې بولۍ کې د ګټل شویو پيسو ۸۰ سلنه به یې د ښیګڼې ټولنې سازمان ته ورکړل شي، چې موخه یې د ټولنیزې پرمختیا او د مختلفو سامانونو او مدني ټولنو ملاتړ دی.

د یادونې وړ ده چې په عربي نړۍ کې داسې یو شمېر پيښې مخ ته راځي، همدا ډول څه موده وړاندې په عربي اماراتو کې د نړۍ درېیم لوړ بیه موټر چې بیه یې ۳۰۲ ملیونه افغانۍ وه وپلورل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د