افغانستان

غزني: په اندړو کې اته اربکیان مړه او شپږ نور ټپیان شول

تېره شپه لس نیمې بجې  د اندړو ولسوالي په مرهزار کلي کې د اربکیانو یورنجر او څلور موټر سایکل د طالبانو له کمین سره مخ شول، چې په پیل کې رینجر پر ماین برابره شوه او وروسته مخامخ جګړه ونښته.د کلي د اوسېدونکو له قوله په رنجرکې سپاره اربکیان ټول له منځه لاړل، چې پاتې د طالبانو په مخامخ جګړه کې ټپیان او ووژل شول.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې نن سهار اربکیان کلي ته راغلل او په ټول کلي کې يې په کورونو کې چور ګډ کړ او همدا نارې يې وهلې چې موږ د خپلو اتو ملګرو غچ اخلو.
له سیمې یوتن نن ټکی اسیا ته وویل، چې له اربکیانو سره د اربکیانو پخوانی قومندان او اوس د اندړو د امنيې قومندان لطف الله کامران هم ملګری و، تراوسه يې څوارلس کورونه تالاشي کړي دي، چې بایسکل، موټرسایکل او آن پسونه يې تر بېولي دي.
د سیمې د اوسېدونکي په قول په غزني کې خبریالان د لطف الله کامران ملګري دي، ځکه خو د دوی غږ څوک تر نورو نه رسوي.
یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د غزني ټولو خبریالانو په اندړو کې د مشاعرې په نامه له لطف الله کامران سره د هر ډول تبلیغاتي طرفدارۍ سینې ډبولې وي.

په سیمه کې فعال طالبان وايي، چې په یاده جګړه کې يې اته اربکیان وژلي او شپږ نور ټپیان کړي دي او په خبره يې د دوی ملګرو ته د الله ج په نصرت او ښه تاکتیک په برکت هیڅ مرګ ـ ژوبله نه ده اوښتې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x