fbpx
د دريمي حوزې د پولیسو له لوري زیندۍ شوی ستار شاه نومی سوداګر

کندهار: د دريمي حوزې پولیسو يو تن سوداګر له تښتولو وروسته زيندۍ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کندهار ښار اړوند د دريمي امنيتي حوزې په خوشحال مېنه کې يو تن سوداګر چې ويل کيږي تازه له امریکا راغلی وو پولیسو له تښتولو وروسته وژلی.

پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوې چې ستار شاه نومی سوداګر کور ته د تګ په حال کې وو.

د سوداګر د وژلو ځای په ښار کې د پنځمي حوزې اړوند قشله جدید سیمه بلل شوې.

د دريمي حوزې اوسېدونکو چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي ويلي: چې څو ورځي وړاندي د دريمي حوزې آمر فیض الله فرید او د خوشحال مېني د ماموریت مدیر عصمت یاد سوداګر ته څو ځله اخطارونه ورکړي وو او د نوموړي مېلمستون ته د ډېرو مېلمنو راتګ يې بهانه ګرځولې وه.

د دریمي حوزې امر فیض الله فرید

سوداګر د حوزې پولیسو ته ويلي وو چې د مور د حج مبارکۍ ته يې خپلوان راځي ځکه يې مېلمانه ډېر دي.

د پيښي عيني شاهدان وايي:
پرون ماښام د حوزې څو تنه پولیسو د ستار شاه لاسونه ولچک کړل ، نوموړی يې موټر ته پورته کړ او پرته له دې چې ستار شاه تر يو حکومتي مرکزه ورسوي پر لار يې په موټر کې زيندۍ او وواژه.

عیني شاهدان زیاتوي وروسته پولیس له خپل موټر نه بل موټر ته وختل او له سیمي ورک شول.

لا هم نه ده څرګنده چې د سوداګر د وژلو اصلي لامل څه وو.

په کندهار ښار کې په دې وروستيو کې مرموزي وژني زياتي شوي ، د ښار اوسېدونکي وايي د ټولو مرمزو قتلونو تر سره کوونکي د امنیه قومندان په شمول د حوزو آمران دي.

د يادوني ده چې څو ورځي وړاندي هم دوه تنه د ښار اوسېدونکي د پولیسو له لوري په مرموز ډول ووژل شول او وروسته يې رسنيو ته وژل شوي کسان د ماين ښخوونکو په نوم معرفي کړل.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ذبیح الله
میلمه
ذبیح الله

ګرانو تاسو ته سلامونه!

ترڅو چه په کندهار کی داغل،لنډغر،د پردیو د لاس مزدور او بی وچدانه رازق ورک او په دا زو نه ځرول شی دا رقم پیښی به لا هم زور واخلی او ورځ تر بلی لا پسی زیابیژی مګر بی وجدانه او بی خیثیته په نامه مشران چه دا ټول همداسی غله دی د خپل ځان د افشا له ډاره هیڅ نه وایی حتی رسنیز کوی یی هم نه. متا سفانه .

فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط د څرګنده او روښانه ده ، د کومي شېبې څخه چي په خواږه افغانستان کي د بشريت قاتلين ، رهزنان ، جنايتکاران ، مفسدين او…… د ښکيلاکي اشغال سره حاکمان سوي دي ، افغان ولس ارامه ورځ نه ده ليدلې . په ځان ، مال ، عزت ، ناموس ، دين او عقايدو يي هره شېبه او ګانټه تيرۍ او تجاوز روان دی . د هيواد په ګوټ ګوټ کي ځوانان ، پيغلي ، خانان ، ديني عالمان ، سپين ږيري ، تورسري‌‌‌‌‌‌ او مخورين ترۍ تم کيږي ، تروريږي ، په تورو تياره جيلونو… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ددې آمر ف.فرید ایمانداری او پښتونولی داسی سُسته ښکاری لکه دا توره نېکټائی چه ئې سُسته ده.که د فرید خان جرم ثابت شی نو باید پدې خپله توره نېکټائي وځړول شی.بله خبره می هم زړه ته راغله، که څه زه خپله هم ځینی وخت د ځینو شرائطو په حُکم نېکټائی تړم خو که می قدرت درلودای د افغانستان نېکټائی پوشان می ټوله جریمه کول.
نېکټائي او سپور مکان؟ دا سر نه سره خوری.