آی پي ایل: د لوبو وخت، ځای، مهالویش او نېټه اعلان شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هند ۲۰۱۸م کال یوولسم تجارتي لیګ سیالیو د لوبو وخت، ځای، مهالویش او نېټه اعلان شوه.

ټاکل شوې ده چې د آی پي ایل سیالیو لومړۍ لوبه به د دهوني لوبډلې «چینایي سوپر کینګز» او ممبۍ انډینز لوبډلو ترمنځ د اپریل په اوومه نېټه په ممبۍ ښار د وانکیډې لوبغالي کې ترسره شي.

د آی پي ایل په یوولسم پړاو کې ټولې ۶۰ لوبې ترسره کیږي چې ۴۸ لوبې به یې د ماښام څخه وروسته او ۱۲ لوبې به يې د ماسپښین پر وخت ترسره کیږي، د ماسپښين لوبې چې پخوا به په ۳ بجې پېل کېدې اوس به په ۴ بجې، او د شپې لوبې چې پخوا به په ۷ بجې پېل کېدې اوس به په ۶ بجې پېل کیږي.

د یاد لیګ ۶۰ لوبې به په ۹ لوبغالو کې ترسره شي چې د نیمه پایلوبو ځای تر دې دمه نه دی محدود شوی، خو پایلوبه به د ممبۍ په وانکیډې لوبغالي کې د یکشنبې په ورځ د مۍ میاشتې په اوومه نېټه ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې د لوبېدو لپاره یو شمېر افغان لوبغاړي د بولۍ لپاره وړاندې شوي وو، خو یوازې ۴ لوبغاړي د مالکانو لخوا واخیستل شول چې په لاندې ډول دي.

راشد خان: د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې لخوا په ۹۰ ملیونه هندۍ کالدارې وپيرل شو، او خپله لومړۍ لوبه به په نهمه نېټه د ظاهر خان لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.

مجیب ځدراڼ: چې په لومړي ځل بولۍ ته وړاندې شوی و، د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لخوا په ۴۰ ملیونه هندۍ کالدارې وپېرل شو، او لومړۍ لوبه به په اتمه نېټه د دهلي ډیرډیویلز لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.

محمد نبي: د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې لخوا په ۱۰ ملیونه هندۍ کالدارې وپېرل شو، او لومړۍ لوبه به په نهمه نېټه د ظاهر خان لوبدلې په وړاندې ترسره کوي.

ظاهر خان: چې په لومړي ځل بولۍ ته وړاندې شوی و، د راجستان رائلز لوبډلې لخوا په ۴ ملیونه هندۍ کالدارې وپېرل شو، او لومړۍ لوبه به د راشد او نبي لوبډلې په وړاندې په نهمه نېټه ترسره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د