fbpx

افغانې انجونې د فوټبال په غیر شرعي لباس کې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ښځینه فوټبال لوبغاړې په اوردن کې  د نازیبا او غیر شرعي لباس په تن کولو د یو شمېر او سختو نېوکو سره مخ شوي دي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم د افغانې انجونو د نازیبا لباس اغوستلو پر سر د افغان ولس څخه وروسته له دې چې دغه عکسونه پر ټولنیزو شبکو خپاره او له سختو نېوکو سره مخ شول بخښنه وغوښته.

د نوموړي په وینا چې افغانې انجونو ددوی له اجازې پرته او یا هم ددوی په ناخبرتیا کې دغه لباس پر تن کړی و، چې دوی یې په افغانستان کې د فوټبال قوانینو خلاف او غیر شرعي بولي.

د فوټبال فدراسیون رسنیزې مشر محمد شفیع شاداب بي بي سي ته د خبرو پر مهال وویل چې په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره افغان انجونې له اروپا او امریکا راغلې وې او پخپله خوښه یې دغه ډول لباس په تن کړی و، چې فدراسیون به یې موضوع په جدي توګه وڅیړي.

له بل اړخه د افغان انجونو د لباس دغه موضوع په خواله رسنیو کې له یو شمېر غبرګونونو او مخالفتونو سره مخ شوې ده، چې د افغانانو لپاره د دیني او کلتوري لحاظه هیڅ نه شي توجیه کېدای، ددې په اړه د کرېکټ بورډ سلاکار تاج ملوک او نورو ډېرو د ټولنیزو شبکو کاروونکو دغه کار بد ګڼلی او په اړه یې د جدي څیړنې غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې افغانې انجونو دوه اوونۍ وړاندې په عمان کې د اوردن لوبډلې په وړاندې دوه مسابقې ترسره کړې، چې په دواړو لوبو کې يې په پنځه صفر، پنځه صفر ماتې وخوړله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د