افغانستان

د افغانستان کابينې د افغانانو د تیلیفوني خبرو اورېدل د ملي حاکمیت څرګند نقض وباله

نن ټکی آسیا: نن دوشبنه (جوزا ۴، ۱۳۹۳ل) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، امیرزي سنګین د کابينې غونډې ته د امریکايي ځواکونو له خوا د افغانانو د تیلیفوني مکالمو د اورېدو په باب د وروستي راپور په اړه معلومات ورکړل. ښاغلي سنګین وویل، چې دغه مکالمې د هغو دستګاوو په واسطه اورېدل شوي، چې په افغانستان د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په موخه د امریکايي او بریتانیايي ځواکونو له لورې لګول شوي دي.

دا چې دغه کار د افغانستان د اساسي قانون او همداراز د دغو دستګاوو په اړه د دوه اړخیزې موافقې او تر دې مهمه دا چې د بشري او ښاروندۍ د حقونو نقض دی، د افغانستان کابینې د کورنیو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ته دنده سپارلې ده چې یاد فعالیتونه ژر تر ژره بند کړي.

د کابینې په غونډه کې همداراز د ملي امنیت مشاور، رنګین دادفر سپنتا ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه «د افغان حکومت ناخوښي امریکايي لوري ته ورسوي او موضوع تر پایه تعقیب کړي».

د افغانانو د تیلیفوني مکالمو خبره هغه مهال یو ځل بیا توده شوه، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي و، چې امریکایان د یوه هېواد ټولې تیلیفوني مکالمې اوري. دې امریکايي ورځپاڼې د هېواد نوم نه و یاد کړی. وروسته، د ویکي لیکس د افشاګرې رسنۍ مشر، جولیان اسانج ویلي و، چې دا هېواد افغانستان دی.

د جولیان اسانج د افشا په اړه د نن ټکي اسیا راپور دلته لوستلی شئ:

 

http://nunn.asia/index.php/news/afghanistan/11591

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x