fbpx

کرېکټ: سرېلنکا د بنګلدیش ریکارډ په ریکارډ ورمات کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سرېلنکا او بنګلدیش ترمنځ په لومړۍ شل اوریزو لوبه کې سرېلنکا بنګلدیش ته د ۶ ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

بنګلدیش په دغه لوبه کې په لومړي ځل د شل اوریزو لوبو زیاتې منډې جوړې کړې چې ددوی لپاره تر دې دمه په شل اوریزو لوبو کې ریکارډ دی، خو په ځواب کې سرېلنکا لوبډلې ټاکلې منډې پوره کړې او په شل اوریزو لوبو کې یې د لومړي ځل لپاره دومره ستر هدف پوره کړ.

ننۍ لوبه کې پچه د بنګلدیش لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه چې ښه ثابته شوه او په شل اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۳ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا مشفیق الرحیم ۶۶، سومیا سرکار ۵۱ او محمد الله ۴۳ چټکې منډې جوړې کړې.

په ځواب کې سرېلنکا لوبډلې له پېله چټکه توپوهنه ترسره کړه چې ټاکلی هدف یې شل توپونه وړاندې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ټاکلی هدف پوره کړ، ددوی لخوا کوسال مینډس ۵۳، شناکا ۴۲ او پریرا ۳۹ چټکې منډې جوړې کړې، چې کوسال مینډس د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې سرېلنکا لوبډلې یو ورځنې او ټیسټ سیالیو دواړه لړۍ ګټلي دي، چې د شل اوریزو لوبو سیالۍ به یې د فرورۍ په اتلسمه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د