د نن سرلیکنه

کابل ته د اوباما د وروستي سفر ارزونه – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: تیرماښام ناوخته د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته راغی.

افغانستان ته د بارک اوباما دا څلورم سفردی چې د شپې په تیاره او په ناڅاپي توګه ترسره کیږي.

یواځې بارک اوباما نه ، بلکې له تیرو ۱۳ کلونو راهیسي چې څومره امریکايي لوړ پوړي چار واکي افغانستان ته راغلي هغوی د افغانستان د ناف‍ذه قوانیو او د نړیوالو منل شویو دیپلوماتیکو اصولو پرخلاف پرته له دې چې د کابل چارواکي په جریان کې واچوي همداسي په نا اعلان شوې او ناببره توګه افغانستان ته راځي او دلته یې په بګرام هوايي ډګرکې ښه راغلاست هم د افغانستان د ریاست جمهوري اوبهرنیو چارو وزارت پرځای د امریکايي پوځي او استخباراتي چارواکو لخوا تر سره کیږي.

د امریکا د دفاع وزیر رونالد رامسفیلد لومړنی امریکايي لوړپوړی چارواکی وه چې د ۲۰۰۳ میلادي کال د می په میاشت کې په ناڅاپي سفر کابل ته راغی او د افغانستان ولس مشر حامد کرزی یې د خبرو لپاره بګرام هوايي ډګرته وروغوښت او هلته یې په یوه پوځي خیمه کې ورسره ولیدل.

افغانستان ته د بارک اوباما په شمول د امریکايي چاروکو نا اعلان شوی سفرونه خپله د دې څرګندويي کوي چې هغوی افغانستان ته د یوه قانوني مستقل هیواد په سترګه نه ، بلکې د خپلو ځواکونو په وسیله د یوه اشغال شوی محکوم هیوادپه سترګه ګوري چې هروخت وغواړي هلته ورځي او خپلو میشتو ځواکونوته پوځي احکام صادروي.

بارک اوباما هم تیر ماخوستن د بګرام هوايي ډګر په امریکايي پوځي اډه کې د میشتو امریکايي پوځیانو له فعالیتونو څخه په قدرداني سره هغوی ته وویل:

په تیرو ۱۳ کلونوکې ۵ سوه زرو پوځي او ملکي امریکایانو په افغانستان کې خدمت کړی، مونږ د هغوی خدمتونوته د قدر په سترګه ګورو او نن وینو چې له امله يې افغان ځواکونو په دې توانیدلی چې د خپل هیواد امنیت په خپله وساتي.

هغه څه چې د بارک اوباما په دغه سفرکې د یادونې وړ دی هغه په توره شپه کې له افغان ولس مشر حامد کرزي څخه بګرام ته د ورتللو غوښتنه وه ؛ ځکه له تیرو ۶ میاشتو راهیسي د اوباما او کرزي ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې ترینګلې ښودل کیږي .

خو له کرزي څخه د بارک اوباما وروستۍ غوښتنه دا جوته وي چې د جانبینو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د دې لامل نه شي ګرځیدلای چې ارګ ناستي دي په بشپړه توګه له امریکايي لطف اندوزي څخه بي برخې وي ،بلکې که په ښکاره د دوی ترمنځ هرڅه اعلانیږي خو په پټه کې بیاهم د ارګ او سپینې ماڼۍ تر منځ پوځي او استخباراتي روابط د پخوا په څیر محکم او ارګ ناستي د هغوی اوامر منل دخپل کاري فعالیت له لومړیتوبونو څخه بولي.

د شپې په تیاره کې افغانستان ته د بارک او باما ترسره شوي څلور واړه سفرونه په خپل ذات کې د هغوی لخوا د افغاني مقاومت پر تسلط او اغیزمنتوب ښکاره اعتراف دی ؛ ځکه نوموړی په دې هیواد کې د ۳۰۰۰۰ میشتو امریکایانو او نورو په لسګونو زره بهرنیانو له شتون سره سره د بګرام په هوايي اډه کې ځان خوندې نه ګڼي او د تورې شپې له تیارې څخه په استفادې سره هالته فقط د دري ـ څلورساعته تم کیدل د ځان لپاره لویه لاسته راوړنه بولي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x