د نفاق بله نښه ریاء کول

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : په تېرو برخو کې مو د نفاق د تعریف او قسمونو په اړه خبرې وکولې دمنافقینو لپاره څه نښې او علامې دي په تېره برخه کې د منافقت په څو نښو لکه غدر (خیانت) درواغ بې وفایی او به نیکو عملونو کې سستیا باندې خبرې کړې وې د هغې برخې په تعقیب….

په عبادت کې ریاء کول

په عباداتو کې ریاء دېته ویل کیږي چې چاته خپل نېک عمل ددې لپاره ور ښکاره کړل شي چې د هغه په نظر کې د ځان لپاره مقام پیدا کړل شي یا په بل عبارت چې هغه طاعت چې د الله تعالی لپاره کول کیږي وکول شي لکن غرض ورڅخه د الله تعالی رضا نه وي بلکه مقصود یې کومه دنیاوي مرتبه وي ، یا مال وي ، یا چاته ځان ور نېږدې کول وي

نو د منافقینو بل صفت او نښه داده چې هغوی ریاء کوي او خپل نیک کارونه خلکو ته ورښکاره کوي بلکه هغوی نېک کارونه د همدې لپاره کوي چې خلک یې وویني الله تعالی هم د دوی په اړه فرمایي چې دوی خپل عبادتونه خلکو ته ور ښکاره کوي : إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا (142). سورة النساء

ترجمه : بېشکه منافقان ټګي کوي (په ښکاره کولو د اسلام او پټولو د کفر) له الله تعالی سره او الله تعالی سزا ورکوونکی دی د دوی (ددې ټګی په سبب ) او هرکله چې پاڅیږي دغه (منافقان) لمانځه ته نو پاڅېږي سست کاهلان ښيي دوی خلقو ته (ځان خپل چې مونږ هم مسلمانان یو) او نه یادوي دوی الله تعالی مګر (ریایي یادول) لږ .

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ریاء په اړه فرمايي : من سمع سمع الله به ومن رآءى راءى الله به . صحیح مسلم

ترجمه : هغه څوک چې خلکو ته خپل نېک عمل ور ښکاره کړي الله به د قیامت په ورځ دده په اړه خلکو ته ور واوروي یعنی دی به رسوا کړي او هغه څوک چې خلکو ته ځان په نېک عمل سره ور ښکاره کړي الله تعالی به د قیامت په ورځ دده پټ رازونه خلکو ته ور ښکاره کړي .

نو که په مونږ کې دا صفت موجود وي چې خوښیږي مو چې خلک مو په کوم نېک کار خبر شي ، خوښیږي مو چې څوک مو په کوم نېک کار باندې لګیا وویني ، کله چې یو کار وکوو خوښیږي مو چې خلک مو د هغه کار له امله ستاینه وکوي ، کله چې یو نېک کار وکوو کوښښ کوو چې ټول خلک ورباندې خبر کړو ، کله چې یو نېک کار کوو د ځان تصویر (سیلفی) او ویډیو جوړوو او بیا یې خلکو ته ور ښکاره کوو که دا هرڅه ددې لپاره کوو چې د خلکو خوښ شم ، د خلکو په زړونو کې زما محبوبیت پیدا شی ، خلک راته د نېک ، خادم او دین دار انسان په نظر وګوري نو نه یوازې چې د دې نېک عمل مونږ ته هېڅ فایده نه رسیږي بلکه دا په مونږ کې د منافقت یو هلاکوونکی صفت او نښه ده باید ځان ورڅخه خلاص کړو ، ځکه دا زمونږ سعی عبث کوي ، زمونږ تکلیف په اوبو لاهو کوي ، که په مونږ کې دا عادتونه موجود وي نو نېک عمل مو هېڅ په ښه نه راځي .

د پاکو او غوره مؤمنانو لویه نښه داده چې هغوی د ریاء نه ځان ساتي پدې اړه د پخوانیو علماوو د اخلاص او ریاء نه د ځان ساتنې په اړه د علماوو څو لنډ مثالونه ستاسې خدمت ته ډالۍ کوم .

حضرت عبد الرحمن بن ابی لیلی رحمه الله به په کور کې نفل کول کله به چې پوه شو چې څوک دده لوري ته راغلل زر به یې مونځ قطع کړو او په خپله بستره باندې به څملاست سترګې مبارکې به یې پټې کړې او ځان به یې داسې ښکاره کړو لکه دی چې ویده وي ، چې هغه کس به دی ولیدو نو وبه یې ویل : یو خو دی له خوب څخه نه ستړی کیږي هر وخت ویده وي کله به چې هغه کس بېرته له ده څخه و ګرځېدو نو دی مبارک به بېرته پاڅېدو نیت به یې وتړلو مونځ به یې شروع کړو .

پدې کې به دده مبارک لپاره دوه مقصدونه وو یو دا چې دده عبادت هر وخت دده او د الله تعالی په مینځ کې وو دوهم کس ورباندې نه خبرېدو دوهم دا چې د هغه بل کس په راتلو سره دده وخت نه خرابېدو که ده چېرته د هغه لپاره سلام ګرځولی وی کېدای شي هغه کس به له ده سره ناست وی او له هغه سره په خبرو خبرو به دده وخت تېر شوی وی .

حضرت بشر الحافی رحمه الله په تقوی او عبادت کې مشهور شخصیت دی هغه ته یو کس وویل : زړه مې غواړي چې یوه ورځ لتا سره تېره کړم حضرت بشر رحمه الله ورته وویل : مشکل نشته ددې لپاره ورځ انتخاب کړه او راشه ، دا کس پداسې ورځ ورته راغلو چې حضرت بشر رحمه الله ته یې هېڅ خبر نه وو ورکړی ویې کتل چې هغه مبارک په مانځه ولاړ دی او پداسې توګه یې مونځ وکولو چې تر هغې ښه نشوای کېدلی او بیا یې په دعاء کې وویل :

اې ربه ته د عرش نه پاس زما پدې حالت باندې عالم یې چې زه لدې نه چې مشهور شم دا خوښوم چې نا مشهور پاتې شم ، یا الله ته له عرش نه پاس زما پدې حالت عالم یې چې زما له مالداري څخه غربت ډېر خوښيږی ، اې الله ته له عرش نه پاس زما پدې حالت عالم یې چې زه ستا په محبت باندې هېڅ شی نه غوره کوم پدې وخت کې دد ه مبارک لدې حالت نه او لدې بل قسم الفاظو او ددعا له اواز نه زیات متاثر شو تردې چې په ژړا شو دده د ژړا غږ حضرت بشر رحمه الله واورېدو حضرت بشر رحمه الله په هماغه دعاء کې وویل اې الله ته د عرش نه پاس زما پدې حالت پوهېږې که زه خبر وای چې دا کس زما شا ته ناست دی ما به هېڅ هم نه وو ویلی.

حضرت امام ماوردي رحمه الله په تفسیر ، فقه او مختلفو دینی موضوع ګانو کې کتابونه لیکلی دي لکن دا کتابونه دده په ژوند کې نه وو را ښکاره شوي دا یې ټول ساتلي وو کله چې سخت بیمار شو خپل یو معتمد ملګري چې دده مبارک ورباندې زیات اعتماد وو را وغوښت ورته یې وویل : په فلاني ځای کې مې کتابونه خښ کړي دي هغه ټول زما لیکلی دي زه اوس بیمار یم ته به لما څخه نه لرې کېږې د ځانکدن په وخت کې به ته خپل لاس ماته راکړې که چېرته مې د ځانکدن په وخت کې ستا لاس ته زور ورکړو نو ته پوه شه چې دا لیکل او دا خدمت لما څخه نه دی قبول شوی هغه ټول به را وباسې او ددجلې په سیند کې به یې غورځوې او که چېرته مې ستا لاس ته زور ورنه کړو نو ته پوه شه چې زما دا خدمت الله ته قبول شوی دی نو بیا یې را واخله او خلکو ته یې ورکړه چې ورڅخه فایده پورته کړي ، کله چې دده مبارک ځانکدن شو هغه ملګري یې لاس په لاس کې ورکړی وو او ده مبارک په عادی حالت باندې نیولی وو کله چې وفات شو هغه کتابونه یې بیا عام شول او ښکلي کتابونه لري د مثال په ډول النکت و العیون په (تفسیر الماوردی) سره شهرت لري او داسې نور .. …نور بیا ان شاء الله

زما د بحث مراجع:
قرآن کریم
صحاح الستة
مسند الامام احمد بن حنبل رحمه الله
کابلی تفسیر (د آیتونو ټولې ترجمې له همدې څخه دي) .
فتح الباري
طریق الهجرتین
مدارج السالکین
الوابل الطیب
جامع العلوم و الحکم
احیاء علوم الدین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د