نړۍ

مصر کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د رايې اچونې لړۍ پيل شوه

مصر کې د پوځ پر مټ د منتخب ولسمشر محمد مرسي حکومت له نسکوريدو وروسته يو ځل د پوځ تر څارنې لاندې نن دوشنبه د دوه ورځو لپاره د ولسمشريزو ټاکنو بهير پيل شوی دی.

 

د ټاکنو پر مهال ټول مصر کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي او ګڼو ښارونو کې پوځي عمليات هم روان دي.

مصري رسنۍ وايي، چې محلا ښار کې د رايې اچولو په يو مرکز چاودنه هم شوې، چې تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

ويل کيږي، د مرسي پر خلاف کودتا کوونکی فيلډ مارشال جنرال عبدالفتاح السيسي به دغه ټاکنې په اسانه وګټي.

 

د سيسي پر وړاندې په دې ټاکنو چپ اړخی حمدين صباحي دی، چې تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې هم د محمد مرسي مقابل کې ولاړ و.

د يادونې وړ ده، چې د پنځوس جمعه يو سلنه ولسي رايو ګټونکي محمد مرسي پر خلاف د پوځ سرلښکر جنرال السيسي پوځي کودتا وکړه او له هغې ورځې تر اوسه زرګونه مصريان و وژل شول او زرګونه نور بنديان شوي دي.

له پوځي کودتا وروسته پوځي چارواکو اخوان المسلمين تروريست ګوند اعلان کړی او ډېری پلويان او لوړپوړي غړي يې زندانيان کړي دي.
د مرسي پلويانو او اخوان المسلمين ګوند دغه ټاکنې غير قانوني ګنلي او اوس هم محمد مرسي خپل ولسمشر بوولي.

د يادونې وړ ده، چې د اسلامي نړۍ ستر عالم دکتور يوسف القرضاوي ويلي، چې د پوځي واکمن لخوا د مصر منتخب ولسمشر حکومت نسکور شوی او جنرال سيسي دغه واک غصب کړی، له همدې امله په دغو ټاکنو کې ګډون کول حرام دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x